د افغانستان کرېکټ ملی لوبډله د اتلانو جام سیالیو پر دوام نن چهارشنبه برخلیک ټاکونکې لوبه کې د انګلستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږی.

دغه لوبه به ۱:۳۰ دقیقې د پاکستان لاهور ښار کې پیل شی چې د دواړو لوبډلو لپاره بل پړاو ته د لارموندنې لپاره برخلیک ټاکونکې ګڼل کېږی.

د کرېکټ ملی لوبډلې کپتان حشمت الله شاهدی د یوه خبری کنفرانس پر مهال ۲۰۲۳ کال نړېوال جام کې دانګلستان ماتې ته په اشارې ویلی، ملی لوبډله له تر خپل توان هڅه وکړی، چې بیا ځلې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړی.

افغان لوبډلې د اتلانو لیګ لومړۍ لوبه کې د سویلی افریقا پر وړاندې د ۱۰۷ منډو په توپیر ماتې ومنله.

د یادونې ده، چې د اتلانو جام A ګروپ کې د هند او نیوزیلنډ لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار موندلې او د B ګروپ برخلیک، چې د افغانستان، اسټرالیا، سویلی افریقا او انګلستان لوبډلې په شاملې ده تر اوسه نه دی معلوم شوی.

8 اسفند | 1 دقیقه
دسته ها: اقتصادی
دیدگاه تان را بنوسید

آخرین مطالب

تلقین هنگام مرگ مرداد ۹, ۱۴۰۴
پر پازدیدترین ها

مکاران دهر خرداد ۸, ۱۴۰۳
مطالب پیشنهادی