د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د سمون عمومی رئیس مولوی محمد اسحق اخندزاده غور ولایت کې ویلی،

ښاروالۍ یو غیر بودېجوی واحد دی او عواید یې ملی بودېجې او یا کوم بل ولایت ته نه انتقالېږی.

مولوی محمد اسحاق اخندزاده د غور ولایت مسئولینو سره کتنه کې ویلی، د هر ولایت د ښاروالۍ ترلاسه شوی عواید به بېرته په همغه ولایت کې مصرفیږی.

نوموړی له ښاروالیو سره د هر راز اصولی همکارۍ ډاډ ورکړی په خبره یې، هغه ولسوالۍ چې ښاروالۍ نه لری او عواید یې د ښاروالۍ د ایجاد لایحې مطابق وی، باید ښاروالۍ په کې جوړې شی.

د ښاروالیو چارو د سمون عمومی رئیس غور ولایت ته د خپل سفر موخه د غور ښاروالیو د فعالیتونو ارزونه، د امارتی ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا، د ښاروالیو حقوقی حیثیت تشریح کول او د ښاروالیو اړوند د ټولنې بېلابېلو قشرونو ستونزو ته رسېدنه یاده کړې.

3 آبان | 1 دقیقه
دسته ها: اقتصادی
دیدگاه تان را بنوسید

آخرین مطالب

تلقین هنگام مرگ مرداد ۹, ۱۴۰۴
پر پازدیدترین ها

مکاران دهر خرداد ۸, ۱۴۰۳
مطالب پیشنهادی