ښاروالۍ یو غیر بودېجوی واحد دی او عواید یې ملی بودېجې او یا کوم بل ولایت ته نه انتقالېږی.
مولوی محمد اسحاق اخندزاده د غور ولایت مسئولینو سره کتنه کې ویلی، د هر ولایت د ښاروالۍ ترلاسه شوی عواید به بېرته په همغه ولایت کې مصرفیږی.
نوموړی له ښاروالیو سره د هر راز اصولی همکارۍ ډاډ ورکړی په خبره یې، هغه ولسوالۍ چې ښاروالۍ نه لری او عواید یې د ښاروالۍ د ایجاد لایحې مطابق وی، باید ښاروالۍ په کې جوړې شی.
د ښاروالیو چارو د سمون عمومی رئیس غور ولایت ته د خپل سفر موخه د غور ښاروالیو د فعالیتونو ارزونه، د امارتی ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پراختیا، د ښاروالیو حقوقی حیثیت تشریح کول او د ښاروالیو اړوند د ټولنې بېلابېلو قشرونو ستونزو ته رسېدنه یاده کړې.
دیدگاه تان را بنوسید