د لوی ملا صاحب مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله 12دولسم تلین!

لیکوال: قاري بدرالدین فراهي

لومړی برخه:

د اسلامی امارت د بنسټګر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د څنګ یو ملګری مولوی امین الله کامران چې په اصل کې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ
اوسیدوونکی دی اوس مهال د فراه ولایت د مستوفیت مالی امیر دی.

راته قیصه کوي او وایې چې کله د ګران افغانستان په ګوټ ګوټ کې د شر او فساد ادارې ظلمونه اوج ته ورسیدل او نور د سمي ورځې تمه نه لیدل کیده هیڅ داسي یو رهبر او مشر مو نه تر سترګو کیدی چې افغانستان دي له دي بهران څخه .وژغوري او نجات دي ورکړي

نور مو له هرڅه اُمید و شکید، همدا حالت ورځ تر بلي ټکنی کیدو موږ له روزګان څخه روان وو، غوښتل مو چې د سبقانو او لوست لپاره د پاکیستان هیواد پیښور ښار ته لاړ سو. خو کله چې کندهار ښار ته راورسیدلو آوازه مو تر غوږ سوه چې په کندهار ولایت کې طالبان را پیدا سوي د شر او فساد پر لنډه غرو یې پاڅون کړی زما سره یو بل ملګری هم و. دستي مو نیت وکړ چې نور به موږ هم د طالبانو سره په صف کې ودریږو د شر او فساد په وړاندي به مبارزه وکړو.

موږ راغلو او په سنګي حیصار کې د طالبانو له کاروان سره یو ځای سو. چې په دغه وخت کې د یو ظالم قومندان پر پوسته په دغه سیمه کې جګړه روانه وه دا وخت لا زما سره اسلحه نه وه، وروسته د شپې بیا ملا بورجان اخند شهید او نورو مشرانو اسلحي راوستلي او پر موږ یې وویشلي . او د همدغه ځایه مو د طالبانو تر څنګه نور په جهاد کې برخه واخیستل تر څنګ یې ودریدلو دا وخت په ټول کندهار کې طالبانو دوه اوتاقه یا پټن ځایونه درلوښتل، بعضي زاړه مجاهدین د طالبانو سره په خبرو کې و. چې جګړه به نکوي او د طالبانو ملاتړ به کوي لکه ملا نقیب اخند او … او بعضي داسي کسان قومندانان او مشران بیا وه چې د طالبانو یې پوره مالی ملاتړ په غاړه اخیستی وو او خپل موټران او اسلحي  یې طالبانو ته په واک کې ورکړي وي خو څو تنه د کندهار جنګې قومندانان بیا د جنګ پر کرښه د طالبانو سره په جګړه بوخت وه،

دا وخت د الله ﷻ  یو عاجز بنده خو د غیرت ډک انسان د لوی څښتن تعالی ﷻ په کامله نصرت د یو تحول په راوستلو کې حلې ځلې کوي شا او خوا یې د طالبانو ګروپونه په ډیر  کم تعداد ددښمن سره د جګړې کرښو ته تیار کړي د کندهار ښار په څو نکتو کې طالبان د بي شمیره ټوپکیانو په وړاندي جګړه کوي، څرنګه چې د ټوپک سالارانو مرال لویدلی وو او تر منځ یې اتحاد نور د شکیدو په حال کې وو او ددغه کوچینی ډلي څخه د ویري په حالت کې و. او بل خوا بیا ورځ تر بلي د طالبانو ټولی او دصیف ملګري په ډیریدو دي او د بریا په لور قدم اخلي.
ادامه لري ……….

۴ اردیبهشت | 4 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید