د اسلامي امت د زوال لامیلونه او د هغې د حل لارې

لیکوال: پوهنمل صبغت الله صفدرپیرکوتی

لکه څرنګه چې معلومه ده چې په نړۍ کې زیات شمیر په اربونومسلمانان شتون، هغه د پخوا په څیرڅو چنده زیات دی. همدرانګه د مسلمانانو په نړۍ کې ګڼ شمیرهیوادونه شتون لري، چې برحاله اسلامي حاکمان پرې ناست دي. او په هغې کې ځیني داسې هیوادونه هم شتون لري چې د اقتصاد په میدان کې خودکفادي، هیچاته یې دروپيو او د مرستې اړتیا نشته، همدرانګه وسائل هم په کافي اندازه باندې د هغوی سره شتون لري.

بل طرف ته په دنیا کې ځیني داسې هیوادونه لکه اروپايې اوغربي شتون لری.هلته که حاکمان مسلمانان نه دي، لیکن  زمونږمسلمانان وروڼه په ګڼ تعداد سره هلته شتون لري.

د دې سره همدغه هم ښکاره خبره ده چې نه دومره مسلمانان د غلامۍ څخه خلاصیږي او نه د همدې وسائلوسره سره په خپل ځان باندې اکتفا او بسنه کولای شي، هغه تمې چې مسلمه امت یې د دوی څخه کوي، د هغې لپاره د وادرمل نه جوړیږي.

تاریخ شاهد دی چې کله هم په نړۍ کې اسلامي حکومتونه پخوا تیرشويدي، هغوی نه یوازې په نشت وسائلو کې ډیرې لاسته رواړنې درلودې، بلکې هغوی  خپل تاریخ په هغو کارنامو اوزیرنو کرښو باندې مزین اوښایسته کړ، چې د مسلمه امت لپاره افتخاردی.

مسلمه امت یې همیش د غلامي څخه راویستلی دی، ازاد ژوند دامن ډکه فضا او په اسلامي اصولو برابرنظامونه یې د هغوی لپاره ایجاد کړي وو، چې د خوارغریب اواز به ور کې اریدل کیده، د نړۍ دنیا په یوکونج کې به چې په یومسلمان باندې بدحال وو، همدغه حاکمان ووچې، هغې ته به یې رسیدګې کوله، بیلګه یې د محمد بن قاسم ده چې د پاکستان په سند صوبه باندې یوازې یې دیوې مسلمانې خورکۍ دازادولولپآره حمله وکړه.

نن سبا مسلمانان دومره بې همته شویدي چې پرځای د دې چې یوه مسلمانه خور د زندان څخه ازاده کړي هغوی یې په تش لاس همدغو کفارو ته سپاري، چې بیلګه یې ډاکټرعافیه صدیقي ده، چې اوس هم په امریکا کې د اسارت شپې او ورځې تیروي.

همدرانګه  پخواني اسلامي حکومتونه نه یوازې  د شجاعت په داګر کې بلکې، د ټینکالوجی، ساینس او طب په دګرکې هم له هرچا څخه وړاندې اوخودکفا وو.

په اوس وخت کې ولې مسلمانان اواسلامي حکمرانان پاتې راغلي دي؟

ولې نشي کولای چې مسلمانان د همدې ستونزمن حالت څخه را وباسي؟

ولې یې همت دومره کمزوری شویدی چې دوی نشي کولای چې د اسلام د احکامو د پلي کولو اعلان په ښکاره وکړي؟

دا ټول هغه څه دي چې مونږ پرې دلته یولنډ غوندې نظراچوو:

د مسلمانانو او د اسلامي امت  د زوال لامیلونه:

۱-لکه څرنګه چې الله عزوجل انسانان پیدا کړيدي او د هغو لپاره یې قراني او نبوي ارشادات رالیږلي دي. د هغوی د ژوند او نظام ټول اصول یې ورته بیان کړیدي، چې ژوند تیروئ د اسلامي حدودو څخه د ژوند په تیرولو کې تجاوزمه کوئ، همدرانګه په دین اواسلام کې په پوره توګه باندې داخل شئ، او په بل ایت کریمه کې راخي چې مفهوم یې په دې ډول دی: چاچې زما د قران  او زما د احکامو څخه سرغړونه وکړه هغې ته به زه تنګ ژوند ورنصیب کړم، نو لوی لامیل د مسلمانانو هغه په قران او د الله عزوجل او نبوي ارشاداتو باندې عمل نه کول دي، دوی که یوځل په هغې باندې عمل وکړي،  دین ته په پوره معنا باندې دین ووايي، مسلمه امت به بیا د همدې ناخوالې شاهد نه وي.

۲-په الله عزوجل باندې بروسه او باور د مسلمانانو او بالخصوص د عربي نړۍ نشته، دوی هرڅه دځان ګټه اواقتصاد د امریکې د اقتصاد سره تړلي بللي دي چې که هغوی بندیزدرباندې ولګوي، هسې نه د یوالیه شي. دا خبره اوس غلطه ثابته شوه، ځکه د قیمتونو لوړوالی او ښکته والی،ارزاني او ګراني د هغې کلي [کنجیانې]د الله عزوجل په لاسونو کې دی.

پاکستان چې یوطرف ته د امریکې هر ځواب اوغوښتنه ته لبیک وايي د بندیز څخه  پرته، بلکې د امریکې او د هغې د متحدینو باوجود اقتصاد یې په ټپه ودرید، بازارونه کاروبارونه ورکې صفرشول، کلداره یې تر ټولې ښکته کچې ته راولویده، او حکمرانان یې  د کچکولوسره د عربي اوغربي نړۍ په دروازوکې ولاوي.

بل طرف ته اسلامي امارت او د افغانستان اوسنی عادل نظام چې یوطرف ته يې ټوله دنیا چلنج کړه، بل طرف ته یې تجارت د هیواد پرمختګ او دافغانۍ ثابت ساتل د هغه لاسته راوړنې دي، چې اوسنی حاکم نظام یې لري ،او د همدې لوی لامیل هغه په الله عزوجل باندې بروسه او اعتماد کول دي.

۳-د مسلمه امت د زوال بل لوی لامیل هغه د مسلمانانو ترمنځ اختلافات دي، هیوادونه له څه کوي چې د یو کور، کلي، ولایت اوقومونو ترمنځ هم اتفاق او یووالی شتون نه لري او همدغه د دوی لپاره په اوس وخت کې ډیرمضرتمام شویدی، حاکمان چیرته هم د مسلمه امت په فکرکې نه دي،افغانستان چې همدا اوس څه وخت د همدې بدوحالاتوڅخه راووت اواسلامي نظام یې په خپل هیواد کې حاکم کړ، د هغې سره هم همدغه هیوادونه اتحاد او یووالی نه کوي، هغه کړنې په نړیوالوغونډوکې کوي چې هغه د دوی او د اسلام په تاوان وي.

د همدې ستونزو د حل لارې چارې؛

د نړۍ او بالخصوص د عربو اسلامي حکمرانانو ته په کاردي چې اوس هم وخت شته، موقع مو د لاسه نه ده ورکړیې. په خپل منځ کې اتحاد د اسلامي احکامو پلي کول، د همدانن څخه په خپلوهیوادونوکې جاري کړئ، که چیرته متحد نه شوئ، د همیش لپاره به دغه د غلامۍ ځینځیر په غاړه کې پروت وي،هغه څه به کوئ چې د غربي نړئ فرمایشات دي، نه به خدای راضي کړئ، نه د خپل هیواد میشت مسلمانان وروڼه.

هرڅه نظامونه الله عزوجل بدلوي اوهغه یې ساتي هم، اعتماد په الله عزوجل وکړئ، نورکارونه هرڅه الله عزوجل کوي. نو د خپل هیواد مسلمانان وروڼه به هم راضي وي اوهمدارنګه،االله هم.

۱۰ مرداد | 8 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید