لیکوال: سهار ګوهر
د استعمار یوه بده پایله دا ده چې له ازادو ملتونو څخه د ازادۍ فکر، پر ځان باور او له مستعمرینو څخه د کرکې او نفرت تاثیر له منځه وړي. هر څومره چې په یوه مستعمره خاوره کې مستعمرین پاتې کېږي ملتونه له دوی سره عادي کېږي او د تقابل جذبات یې د تعامل په هوس ورسره بدلېږي. ښه شوه چې دا تر ټولو اوږدمهالی اشغال هم په خیر سره زموږ له خاورې مات سر ووت.
که هر څومره دلته پاتې کېدای زموږ به خپل دردونه هېرېدای او دوی ته به د شر نه، بلکې د خیر په نظر قایل کېدلای او زیات شمېر هیوادوال به په همدې نظر شوي هم وي.
د سعودي عربستان په شمول زیات شمېر خلیجي اسلامي هېوادونه د استعماري افکارو تر اغېز لاندې تر دې حده رسېدلي دي چې پر خپل ځان باور یې بایللی دی او د نجات د پرښتو ګومان یې یوازې پر امریکایانو دی.
يعنې دا یې هېر دي چې دوی د هغو خلکو اولاد دی چې په لنډه موده کې یې د قیصر او کسری امپراطورۍ ونړولې او تر کومه چې د ځمکې کچه معلومېده تر هغه ځایه یې پرې واکمني وکړه.
که اوس هم د علم او شجاعت په بنیاد دوی کوښښ وکړي تر بل هر ملت زیاته ترقي کولای شي او قوي پوځي او ټیکنالوژيک پرمختګ یې ممکن دی، خو مستعمرینو د دوی توجه نورو هغو ته اړولې. په ذهنونو او شعور کې یې دا ور پیچکاري شوي دي چې حتی د یمن له حوثيانو څخه هم پرته له امریکا ځان نه شي ساتلای.
همدې باور دې ته اړ ايستلي چې له هر لرې نږدې تربور څخه د ځان ساتلو په موخه په کور دننه امریکایانو ته پیسې هم ورکړي، ځمکې هم ورکړي، اډې هم او له دوی څخه په دې مننه هم وکړي چې کور ته مې راغلې او له نورو مې ساتې.
د دې لوی علت د دوی په داخل کې پر ځان ملي بې اعتمادي ده او دا هغه زقوم دی چې لوی مستعمرین یې د نورو ملتونو په ذهنو کې په ماهرانه ډول کري. که د نورو اسلامي هېوادو اوسني ظرفیتونه له افعانانو سره پرتله کړو، په مادي لحاظ په زرګونو چنده تر موږ پیاوړي دي، خو په فکري لحاظ موږ د خدای تعالی په فضل دومره غښتلي یو چې هیڅ مو نه لرل، خو د یو زبرځواک په وړاندې مو عقیده دا وه چې هر څه کېږي، د دوی وجود زموږ لپاره زهر قاتل دی، دوی به ماتوو او له خاورې به یې وباسو، په هيڅ بڼه به د خیر تمه نه ترې ساتو.
پرون یوه کس کیسه کوله چې څو کاله وړاندې به موږ ته ډېرو عامو خاصو عربو ویل چې څه لېوني یاست چې د امریکایانو وتل غواړئ، قرارداد ورسره وکړئ، ځای ورکړئ له نورو په دوی ځان وساتئ. دوی غوښتل همدا خپله تجربه موږ ته هم را ولېږدوي، خو خدای تعالی موږ وساتلو.
په دې لړ کې لوی کار دا و چې د ملت نفرت مو له دوی سره په محبت بدل نه شو، که داسې شوي وای راتلونکي نسل به مو تر قیامته په همدې فکر وای چې موږ ډېر څه له نورو پرته نه شو کولای.
افغانان څلوېښت میلیونه دي، په دې کې به یو میلیون هم عملي نه وي جنګېدلي، خو همکاري به یې ورسره کړې وي، مګر په هند کې مسلمانان تر دوه سوه میلونه زیات دي، خو هندي استعمار داسې ټکولي چې له ځانه یې تمه ختلې ده، حتی چې افغانانو ته سترګې په لاره دي، ته به وایې افغانانو دا ټيکې اخيستې دي.
سليمان خاطر پروسږ کال حج ته تللی و، ویل یې یو هندوستاني مسلمان په طواف کې وپېژندلم چې افغان یم؛ نو د تګ په حالت کې یې راته وویل چې تاسې په وطن کې اسلامي نظام راغلی دی، ما ویل هو، وايي هند ته کله راځئ چې موږ هم ازاد کړئ.
وایي ما ورته په خندا کې وویل چې موږ څلوېښت میلیونه یو، تاسې تر دوه سوه زیات ياست چې موږ هم کوښښ وکړ، خدای کومک وکړ، وطن ازاد شو. تاسې دومره ډېر ياست چې خپله کوښښ ولې نه کوئ چې موږ ته په تمه ياست؟
وایي هندي مسلمان اوږده ساه واخیسته او و یې ویل چې هم بزدل هی بزدل، «موږ بزدلان یو!»
دا بزدلي استعمار پکې زېږولې او اوس په سوونو میلیونه مسلمانان د څلوېښت میلیونه افغانانو ته د نجات په تمه دي،
په ټولو دې خدای رحم وکړي او ازادي دې خدای ورکړي او موږ دې خدای تعالی له بې غیرتي وساتي.
دیدگاه تان را بنوسید