د افغانستان او تاجکستان اړیکې؛ له تاریخي مشترکاتو تر اقتصادي فرصتونو

لیکوال: رحمت‌الله فیضان
یادونه: دا مقاله د نظر څرګندولو په موخه لیکل شوې او رسمي دریځ نه‌انځوروي.

افغانستان او تاجکستان دوه ګاونډي او دوست هېوادونه دي چې د ژبې، فرهنګ، دیني ارزښتونو او تاریخي پیوستون له پلوه نږدې اړیکې لري. دغه ګډ فرهنګي او تمدني بنسټونه، دواړو ملتونو ته دا فرصت برابروي چې د متقابل تفاهم، همکاریو او اقتصادي همغږۍ نوې لارې پرانیزي.
افغانستان دا مهال د اقتصادي ودې، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال پر لور روان دی. د افغانستان د معادن، ترانسپورت، انرژۍ، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پراخ فرصتونه موجود دي، چې د سیمې هېوادونه — لکه ازبکستان، ترکمنستان او ایران — ترې استفاده کوي. طبیعي ده چې تاجکستان هم، د یوه مهم ګاونډي او تاریخي شریک په توګه، باید له دغو فرصتونو څخه برخمن شي.
افغانستان پراخې معدني زېرمې لري، چې نه یوازې د هېواد د اقتصادي ثبات لامل کېدای شي، بلکې د سیمې له‌پاره هم ستر امکانات وړاندې کوي. موږ د تاجکستان سوداګر، صنعت‌کار او پانګه‌وال خپلو طبیعي شریکانو ګڼو او هغوی ته بلنه ورکوو چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او له ګډو ګټو څخه برخه‌منده شي.
خو له بده‌مرغه، د تاجکستان مسلمان او دروند ولس تر اوسه د دغو فرصتونو له لاسته راوړنې بې‌برخې پاتې شوی. د دې محرومیت عمده لامل د هغه ځان‌محوره سیاسي لیدلوري دوام دی، چې له درېیو لسیزو را په دېخوا د دغه ملت پر اوږو دروند بار ګرځېدلی دی. دا ډول دریځونه نه یوازې د هېواد دننه د ولس ارمانونه له پامه غورځوي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغنده بهیر هم زیانمنوي.
موږ باور لرو چې افغانستان ته د تاوان رسولو هېڅ ډول سیاست بریا نه‌شي موندلی، ځکه دا هېواد د خپل تاریخ، مقاومت، او ملت‌پال دریځ له امله تل د بهرنیو فشارونو پر وړاندې ولاړ پاتې شوی دی. یوازینی زیان چې د تقابل پر بنسټ ولاړ سیاستونه یې اړوي، د تاجکستان ولس ته متوجه دی، نه افغانستان ته.
په پای کې، موږ له ټولو مسؤولینو او تصمیم‌نیوونکو څخه تمه لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، تفاهم، متقابل درناوي او د ولسونو د خیر ښیګڼې پر بنسټ ګامونه پورته کړي. زموږ ګډ تاریخ، ګډ فرهنګ او ګډ اقتصادي ګټې، دا ایجابوي چې د ورورولۍ فضا پیاوړې کړو او د بې‌اعتمادیو پر ځای د باور بنسټونه ټینګ کړو.

۱۳ اردیبهشت | 3 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید