د استعمارګرو چل په رسنیو کې

لیکوال: قاصد افغان
د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، چې د ملیونونو خلکو د مړینې او ټپي کېدو لامل شوې او د جګړې د ښکیلو خواوو ترمنځ له انساني او مالي زیانونو پرته بل څه نه دي رامنځته شوي، ځواکمن او تسلط غوښتونکي هیوادونه د یوې بلې طریقې له لارې استعمار ته لیوالتیا یې پیدا کړې ده او هغه هم فکري او د‌ رسنیو له لاري جګړه ده.
یوه داسي جګړه چې وسله یې رسنۍ او مطبوعات دي، او موخه یې د هغو موادو خپرول دي چې کولی شي د خلکو په ځانګړه بیا د ځوانانو پاملرنه راجلب کړي، ذهنونه یې اداره او حتی دوی په یوه ځانګړي او مخکې ټاکل شوي لوري ته رهبري کړي.
دوی (استعماري هیوادونه) د ځان لوړولو لپاره په رسنیو او ټولنیزو پلیټ فارمونو باندې تکیه کړې او ډېر پیسي هم باندې مصرفوي ترڅو خپلو موخو ته ورسیږي.
نو د افغانستان و ځوانانو ته پکار دی چې هر هغه څه چې د رسنۍ له لارې خپریږي او لیدل کیږي، باور ونکړي او د څیړنو وروسته مطالعه يې کړي.

۱۳ بهمن | 1 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید