د افغاني مهاجرينو د تعليم او پوهي مړينه!
ميلونونه افغانان چي پاکستان هيواد مختلفو پنډغالو کي لنډ مهاله ميشت دي د ۲۰۲۰ کال مخکي يي د UNHCR په مرسته ښوونځي درلودي چي په ملي ژبو پښتو او دري ورته افغانی نصاب تدريس کيدی ورسره د افغان مهاجرينو تعليمي سويه او رشد د پراختيا په حال کي شو لا هم ځني نيمګړتياوي وي د مثال په ډول، د نيمه عالي زده کړو او عالي زده کړو د مرکزونو نه شتون وو، چي بايد د نړيوالو مهاجرينو اصولو ته په پام سره نوموړي نيمګړتياوي پوره شوي وای
خو متأسفانه دا چي نه يوازي د تعلم په وړاندي شته ستونزي حل نشوي لا ورته تعليمي خنډونه نور زيات شول
د پاکستان تعليمي بورډ او UNHCR د ګډي پاليسي له مخي چي هيڅ نړيوالو مهاجرينو اصولو او قوانينو ته پکښي کتنه ندي شوي په پاکستان کي د افغاني مهاجرينو د زدکړي افغانی نصاب و پاکستانی نصاب ته په ۲۰۲۰ کي تبديل کړ
چي ورته د افغاني مهاجرينو د تعليمي پراختيا په وړاندي د خنډونو جوړلو يوه لويه هڅه ويلای شو.
ځکه
۱: افغان مهاجرينو ښوونځيو کښي ښوونکي او زده کوونکي په ټول ډول د پاکستاني نصاب سره نا اشنا دی د زدکړي ليږد او اخذ د ښوونکی او زده کوونکی منځ کی په بي ساري ډول کم شوی دی چي پايله کي دواړه ښوونکي او زده کوونکي ذهني فشار سره مخ دي
۲: تر ۲۰۲۰ کال پوري به زده کوونکو په پنډغالو کښي د اول ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پوري افغاني نصاب سره زدکړي پای ته رسولي او د دوولسم ټولګي د فراغت بري ليکونه به هم د افغانستان د پوهني وزارت لخوا ورکول کيدل،  وروسته د لوړو زده کړو لپاره به افغانستان کي د لوړو زده کړو مرکزونه ته مراجعه کول او يا هم پاکستاني پوهنتونونو کښي پر ورکول شوي افغاني بريلیکونو باندي لوړو زده کړو ته ادامه ورکول خو له کومي ورځي يعني ۲۰۲۰ کال راهيسي چي پاکستاني نصاب د افغاني نصاب ځای نيولي زده کوونکي تر لسم ټولګي پوري مهاجرينو پنډغالو کښي زده کړي پای ته رسوي چي اسناد يي پاکستان د تعلم بورډ لخوا ورکول کيږي وروسته د مخته زده کړو لپاره يي نه پاکستاني تعليمي مرکزونه جذبوي او نه هم نوموړو اسنادو باندي افغانستان کښي د مخته زدکړو اجازه ورکول کيږي. بالاخره نږدي ۵ پنځه کاله کيږي چي نوموړي افغان مهاجر زده کوونکي دواړو هيوادونو کښي د لوړو زده کړو نه بي برخي پاتي دي.
۳: دا چي نوموړي پاکستانی نصاب سره افغان مهاجر زده کوونکي پر خپلو رسمي ژبو برلاسي، افغاني تاريخ سره آشنايي، افغاني جغرافي څخه خبرتيا او افغاني فرهنګ سره سمون په ټول ډول له منځه تللو په حال کښي دي پداسي حال کښي نوموړي افغان مهاجرين پاکستان هيواد کښي د لنډي مودي لپاره ميشت دي او موده وروسته وطن ته ستنيږي
په پايله کي به افغان مهاجرينو وطن ته راستنيدو سره به نور افغان مهاجرين د افغان ذهن سره ونلرو.
د نوموړي ستر ظلم له منځه وړلو لپاره پاکستان هيواد کښي د افغان مهاجرينو نماينده ګانو ليدني د پاکستاني تعليمي ادارو سره، پاکستان کښي د UNHCR مسوولينو سره او افغانستان کښي تعليمي ادارو او چارواکو سره ليدني، خو په زړه ماتي سره که ووايم چي تر اوسه يي هيڅ نتيجه نده ورکړي
بيا هم د افغانستان حکومت، پاکستان حکومت او UNHCR مسوولينو څخه هيله کوو چي نوموړی ظلم چي يو ډير غټ ظلم او د نړيوالو مهاجرينو قوانينو څخه سرغړونه ده رسيده ګي وکړي او حل لارې لپاره د نړيوالو قوانينو په رڼا کي مرسته وکړي.

د سرخاب پنډغالي د مهاجر ښوونکو د اتحادي سرپرست
سيلاني سيلاب

۲۲ مرداد | 4 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید