لیکوال: مولوي احسان الله حارث
قلم سپېڅلی دی، مبارک او معــزز دی، ښوونکی دی، ملتونه او ولسونه راوېښوي، د دین د نشـــر تر ټولو غوره وسیله ده، ګڼ شمیرفضیلتونه او ځانګړتیاوي لــري، چې څو محدود فضیلتونه یې دا دي:
لومړی: د ځینو روایاتو په اساس قلم د متعال رب لومړنی مخلوق دی چې پیدا یې کړ او د لیکولو امریې ورته وکړ.
دوهم: متعال رب د قلم په نوم یو مکمل سورت په خپل سپېڅلي قران کریم کې نازل کړی او نومولی دی.
دریم: متعال رب د قران د نــزول په لومړیو ایاتونو کې د قلم یادونه کړې ده اوقلم یې د علم وسیله ګڼلي ده “الذي علم بالقلم” (العلق سـورت ۴ ایت) نو راځئ د قلم قدر وکړو، دین په خپرولوکې ګټه ورڅخه واخلو د هیواد اولویومصالحو د پــرمختګ لپاره یې وکــارو، تاریخ به ولیکو، خپل د اسلافو، عالمانو،اتلانو، غازیانو اونورو نومیالیو سوانح په راټول کړو، راځئ! همدا اوس قلم ته لاس کــړو، یـوه ښایسته مقاله، ګټوره لیکنه او خوږ مطلب تر نورو ورســو، په حدیث شـریف کې راځي چې: ښه ســړي هغه دی چې نورو خلکو ته ګټه رســوي.
دیدگاه تان را بنوسید