د مولوي امیرخان متقي وینا : د علماوو اومتعلمینو رول او د ټولنې اړتیاوې

لیکوال: رحمت‌الله فیضان

ظفر حسن ایبک په خپلو خاطراتو کې د امیر حبیب‌الله خان د حکومت پر مهال د افغانستان د تعلیمي وضعیت ارزونه کړې. نوموړی وایي چې هغه مهال یوازې یو سلنه افغانان د لیک او لوست وړ وو، چې زده کړې یې هم یوازې په شخصي دیني مدارسو کې کړې وې. په افغانستان کې نه رسمي ښوونځي وو او نه هم لوړې زده‌کړې، تر دې چې وروسته د امیر حبیب‌الله خان له لوري حبیبیه ښوونځی او حربي ښوونځی تاسیس شول. د حبیبیه ښوونځي د تدریس چارې اکثراً د هغو دیني علماوو له خوا پر مخ وړل کېدې، چې زده کړې یې په دیوبند مدرسه کې کړې وې.

که څه هم د افغانستان د رسمي زده‌کړو بنسټ د امیر حبیب‌الله خان له لوري کېښودل شو، خو د تدریس چارې یې دیني علماوو پر مخ وړلې. دا علما، چې له انګلیسي استعمار سره په مستقیم ډول ښکېل وو، نه یوازې یې د علم سنګر ګرم ساتلی و، بلکې د جهاد په ډګر کې یې هم مهم رول درلود. خو د دې لپاره چې د علماوو حیثیت ته زیان ورسېږي او اعتبار یې کم شي، استعمار د هغوی پر ضد منفي تبلیغات وکړل او د تمدن او پرمختګ ضد یې معرفي کړل. بدبختانه، دا ذهنیت تر ننه هم یو ډول موجود دی، چې له امله یې د علماوو اصلي څېره، د هغوی علمي مقام، او د ملت لپاره د هغوی هیلې او امیدونه تر ډېره پټ پاتې شوي دي.

د افغانستان د علماوو هیلې او ارزوګانې، چې د خپل ولس د خدمت لپاره یې لري، د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په وینا کې ښه څرګندېدای شي.

مولوي امیرخان متقي د ریاض العلوم شاګردانو ته په خطاب کې ویلي:

“کوشش وکړئ چې د خپلې ټولنې معماران جوړ شئ؛ هم د دین خدمت وکړئ او هم د دنیا.”

هغه زیاته کړه چې افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې د جګړو شاهد پاتې شوی، دوه ځله اشغال شوی، او اوس زموږ د دې زخمي وطن زخمونو ته د مرهم اړتیا ده. زموږ ټولنه د یوه کور په څېر ده؛ هغه اړتیاوې چې یو کور لري، ټولنه یې هم لري.

د سالمې ټولنې اړتیاوې

مولوي متقي ټینګار وکړ، چې یوه سالمه ټولنه د بېلابېلو مسلکونو او کسبونو متخصصینو ته اړتیا لري. زموږ هېواد ډاکترانو، انجنیرانو، معمارانو، کروندګرو، مالدارانو، د بریښنا متخصصینو، د ترانسپورت انجنیرانو، او د اړینو صنعتي توکو تولیدوونکو ته اړتیا لري.

موږ باید دې ټولو برخو ته وده ورکړو، خلک وروزو، او هېواد ته عملي خدمت وکړو.

  • تنګ نظری مه کوئ!
  • یوازې پر ځان اتکا مه کوئ!
  • د ټولنې هر فرد ته د عزت په سترګه وګورئ!
  • خپل فکرونه لوړ کړئ، له تنګ نظرۍ ځان وباسئ! د ټولنیز یووالي اصل

زموږ ټولنه د ګلانو د بڼ په څېر ده، چې هر ګل مختلف بوی او رنګ لري. دا رنګارنګۍ او ښکلاوې ټولې یو ځای د دې بڼ ښکلا جوړوي. ټولنې ته هم د همدې اصل له مخې وګورئ؛ هر فرد ارزښت لري، او موږ باید ټول یو موټی او متحد وساتو.

  • هیڅوک باید مایوس نه شي!
  • هیڅوک باید فرار ونه کړي!
  • ولې باید څوک فرار وکړي؟

موږ باید د هغو کسانو زړونه بېرته خپل کړو، چې له ټولنې جلا شوي دی.

زموږ مسؤلیت دا دی، چې په تعلیمی مراکزو کې مثبت فکرونه عام کړو، ترڅو ټولنه د ورورولۍ، زغم، او ګډ پرمختګ پر لور بوځو. د ټولنې ټولو افرادو ته باید د قدر په سترګه وکتل شي؛

  • مشر ته د پلار، ځوان ته د ورور، او کشر ته د زوی په سترګه.

که دا اصل مراعات کړو، کولای شو خپل ولس ته مؤثر خدمت وکړو.

موږ باید داسې علما وروزو، چې د دین او دنیا په چارو کې پوهه ولري، او د ټولنې د خدمت جوګه شي.

همداراز، زموږ کړنې او اعمال باید داسې وي، چې خلک دین ته تشویق کړي.
د ښاغلي متقي وینا د علم، تمدن، او دیني علماوو د رول په اړه ژور بحث وړاندې کوي.

که موږ د علم، زغم، او اتحاد اصل ته ژمن پاتې شو، نو افغانستان به د یوه روښانه راتلونکي پر لور بوځي. د مولوي امیرخان متقي وینا موږ ته دا درس راکوي چې یو پرمختللی او سالم افغانستان یوازې د علم، زغم، او یووالي له لارې رامنځته کېدی شي. هغه د علماوو د علمي مقام او د ټولنې د متوازن پرمختګ لپاره پر همکاریو ټینګار کوي. د متقي وینا د ځوان نسل لپاره یو لارښود دی، چې د خپل دین او وطن په خدمت کې متحد شو، د ټولنې د هر اړخ پرمختګ ته توجه وکړو، او د خپلو شخړو او تفریقاتو پر ځای د یوې روښانه راتلونکي لپاره لاس په کار شو. یوازې د یووالی، پوهي، او کار پر مټ کولای شو خپل وطن ته پراخ پرمختګونه راوړو.

۲۷ بهمن | 6 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید