لیکوال: مولوي احسان الله حارث
پنځمه برخه
د فلسطین د بندیانو لپاره د یهودو زندان او که قبرستان?
یهود تر داسې اندازې په خپلو زندانونو کې د ظلم، وحشت او بربریت نمونې لرې چې قلم یې له لیکلو څخه عاجز دی!
له مظلومو فلسطنیانو سره د یهودو د ترحم (مهربانۍ)کچه تر (0) کښته او دظلم ټیټه کچه یې (95) فیصد پورې ده، کله چې یهود وغواړې چې یو مظلوم بې وسه مسلمان بندي ته جزا ورکړې نو په کوتکانو یې وهې ــ وهې، تر داسې اندازې چې مظلوم بندې بې هوشه سې روسته بیا یخې اوبه پر واچوې او هغه مظلوم بندي چې کله پر سد سې نو بیا هغه مخکنی کړنه ورسره وکړې، تر داسې وخته چې هغه عاجز مسلمان خپل سپیڅلې روح خالقﷻ ته وسپاري.!
2ـــ هغه ډېره بده جزا چې بندیانو ته د جابرو یهودو له خوا ورکول کېږي، هغه داسې ده د بندي لاسونه پښې مضبوطه وتړې او پر دیوال یې را ځوړند کړې روسته یې مخته پر مځکې ډوډۍ کښیږدې او یهود ورته وایې وایخله دا ډوۍ وخوره، هغه غریب مظلوم کس چې لاسونه پښې یې ټینګې تړلې او پر دیوال راځوړند دی نو هغه څنګه کولای سې د مځکې څخه ډوډۍ راواخلې او ویخوري? خو دا جابر یهود یې په داناشوني کار امر کوي خو هغه کس هېڅ نسې کولای نو دلته یې په خپل جابرانه عمل باندي ظلم پر کوې چې اخر دا مظلوم کس هم خپل روح حقیقي مالک ته وسپاري.
دریم: د یهودو په زندانونو کې پر بندیانو زهرلرونکې درمل استعمالېږي
یهودو خپل زر(1000) درمل جوړونکو شرکتونو ته اجازه لیکونه ورکړي دې چې تاسو خپل درمل پر بندیانو استعمال کړئ، هلته یې داسې لیکلې کله چې تاسو خپل نوي درمل استعمال ول نو پر ځناورو (حیوانانو) یې مه استعماله وئ، بلکې یې پر مسلمانو بندیانو تجربه کړئ. هغه مظلوم بندیان چې د دوی تر ظالمانه لاس لاندي دې هلته یواځې عمر تېره ول نه بلکې د دوی ظلم وحشت تر داسې حده رسیدلی چې زهر لرونکې درمل د حیوانانو پرځای پر انسانانو استعماله وې…
دوام لرې…
دیدگاه تان را بنوسید