لیکوال: قاصد افغان
تاسو د عربي ژبې د تاریخ او شالید په اړه ټول اړین او کافي پوهه او خبرتيا لرئ. عربې ژبه د دعوت او تبلیغ، ادب او لیکنې، فلسفې او منطق په برخه کې د خپلې فصاحت او بلاغت له امله، او تر ټولو مهمه دا چې د قرآن کریم ژبه ده، یوه مهمه او نړیواله ژبه بلل کېږي له همدې امله زدکړه او پاملرنه ورته ډیره اړينه ده.
خو له بده مرغه، داسې ښکاري چې د عربي ژبې زده کړه سیاستوالو او واکمنانو ته پریښودل شوې ده، او زده کونکو او پوهانو ورته لږ پام کړی دی.
څرنګه چې اسلام زموږ منل شوی دین او قرآن د لارښوونې کتاب دی او سنت د ژوند لاره څرګندوي، او دواړه په عربي ژبه لیکل شوي، نو دا څرګنده د دي ده چې د یو مسلمان په توګه، د قرآن او نبوي احکامو او سپارښتنو زده کولو لپاره او د الله جل جلاله د عبادت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د عملي کولو غوره لاره دا ده چې موږ عربي ژبه زده یې کړو.
دیدگاه تان را بنوسید