لیکوال: قاري بدرالدین فراهي
2025/د حوت ۱۰ پنځمه کلیزه
دا چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د دین او اسلام دښمنانو زموږ پر پاکه خاوره او یو جوړ اسلامي نظام باندې یرغل راوستی، دلته یې زموږ یو واکمن اسلامي نظام ړنګ کړ او د ۲۰ کلونو په موده کې یې په لکونو افغانان شهیدان، او په زرګونه هیوادوال د کلونو په عمر په بندخونو کې په رنګا رنګ ظلمونو شکنجه کړل. دلته یې حتی پر حیواناتو او نباتاتو هم رحم ونکړ. زموږ خړ کورونه، مسجدونه، دیني مدارس، او د ودونو محفلونه په ډول ډول بمباریو ړنګ شول.
د دوی په مقابل کې بې وسه او بې وسلې غیور افغانان د جګړې میدان ته را ووتل او پوره شل کاله یې د وخت د زبرځواکه قوت ناټو او امریکا سره سخته مقابله وکړه، ان تر دې چې کبرجنه ناټو یې تړون ته اړ ایستل.
افغانان که څه هم له لسیزو جګړو څخه ستړي او ستومانه راوتلي وو، خو بیا یې هم مرال او عزم خورا ټینګ او فولادي بریښي. د پخوانیو تاکتیکونو سربېره یې دا ځل دښمن ته په بېلابېلو پیچلو تاکتیکونو ماغزه ور وښورول.
دا چې جګړه له سره چم او چل غواړي، نو په شل کلن اشغال کې زموږ باطوره افغانانو وکړای شول چې دښمن ته د جګړې پیچلي چمونه او ډولونه له خپل فکر او پوهې برابر کړي.
د مجاهدینو د پیچلو تاکتیکونو او د ولس د خپلو مجاهدینو سره د اتحاد او انسجام دا پیلامه شو چې مغرورې امریکا د دوحې تړون ته میلان پیدا کړ. په دوحه کې موږ ته دفتر نړیوالو په دي معنی نه وه راکړی چې ګواکې موږ په نوره نړۍ کې هم سفارتونه لرو، بلکې دا دفتر موږ ته د خپلې بې دریغه قربانۍ په ورکولو سره لاس ته راغلی وو. موږ چاته زاری نه کړي او نه هم دا چا زموږ سره تائیدول. موږ په دې باور او عقیده یو چې دا هر څه د لوی څښتن تعالی ﷻ په واک او اراده کې دي. ذلت او عزت یوازې الله تعالی ﷻ ورکوي، ماته او بریا د الله تعالی ﷻ له طرفه ده، کنه د دومره لوی قوت سره جګړه کول لکه د غره سره جګړه کول دي، خو که بیا د الله تعالی ﷻ و قرآن کریم ته توجو وکړو چې په بار بار یې ویلي، ډېر ځله کوچیني ټولې الله ﷻ پر لویو ډلو غالب کړي او بریا یې ور په برخه کړې. ښکاره مثال یې د بدر غزا ده چې د مؤمنانو ډله لږه وه او کافران پرې ډېر وو، خو بیا هم مؤمنانو ته الله ﷻ بریا ورکړه، همدارنګه د افغانانو د دې کوچنۍ ټولې غالبیدل هم پر نیمې نړۍ (ناټو) د الله تعالی ﷻ د اقوالو سره برابر وو.
کافرانو دلته نور د جګړې توان له لاسه ورکړی و، ورځ تر بلي یې هیلي شنډېدلې او تلفات یې ځاني او مالي زیاتیدلي، خو خپلو هیلو ته د رسیدلو اُمیدونه یې نور د خاورو سره ښکاریدل. د مجاهدینو بریدونو نور هم زور اخیستی او ګام په ګام دښمن ته ور نږدې کیدل، د دښمن تر لویو کرار ګاوو لاندې یې تونلونه و ایستل او د دښمن په مرکزونو یې د هوایي بریدونو اسباب جوړ کړل چې یو له هغو څخه په ساده شکل د ګازو کپسولونه و چې د هوا له لارې به پر دښمن توغول کیدل.
بالاخره دښمن د حجرې له یو غریب طالب سره خبرو ته چمتو شو. هغه طالب چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د وخت فرعون بوش دا پریکړه کړې وه چې طالبان به نور په دې دنیا کې ځای ونلري. موږ به یې یا وژنو یا یې محبس ته لیږو. دا چې د الله تعالی ﷻ د تقدیر او دبند ګانو د تدبیر فیصلې بیلې دي، نو الله تعالی ﷻ دا وښودله چې فرعوني طاقتونه همیشه رود نیل ډوب کړي او د وخت موسی بریا تر لاسه کړي.
د ۱۸ اتلس میاشتنیو خبرو اترو تر اوږدو بحثونو وروسته د وخت کافرانو دا ومنل چې نور به موږ د افغانستان غیوره خاوره د تل لپاره پریږدو او نور به افغانان موږ ته لاره راکوي تر څو موږ خپل وسایل له ځان سره وباسو او له دې غیرتي ولس د مرګوني ګزارونو څخه ځان وژغورو. امریکا چې دلته یې خپل زور او زر ټول ازمایلی و، تلوار او عاجله یې د دوحې د تړون د لاسلیکولو لپاره ډیره وه. دا ورځ هم را ورسېده او د تړون د لاسلیکولو شیبې نږدې شوې.
تاسو د الله تعالی ﷻ دې ځانګړي نصرت او کومک ته ښه ځیر سی. د دوحې په زړه شیراټن هوټل کې غونډه جوړیږي او هلته د سنګر او دفتر طالب چارواکي په هسکه غاړه، په اسلامي لباس کې، په نبوي سنت کې نغښتي، شلمور غازیان د وخت د نمرودیانو په وړاندې د تکبیر نعري زمزمه کوي او سپین بریغونه یې په لاسونو کې هسک رپاند ښکاریږي. غونډه پیل شوه، موږ یې د ټولنیزو رسنیو له لارې څارو، شیبه په شیبه فرهنګي ملګري تازه حالات نشروي. موږ په همدې ورځ یو وړوکی د ښادی مراسم لرل، کله چې موږ همدا مراسم ته پر لاره وو، د فراه رود بازار کې مو ولیدل چې خلک را غونډ دي او لاره بنده ده. په بیړه مې د واده خلکه د واد تر منزله ورسول او واپس ژر بازار ته راغلم. د پاخه سړک په سر مې موټر ودراوه او په تلوار مې د موټر دروازه بندي کړي. ځان مې د خلکو منځ ته ورسوئ. د خلکو منځ کې یو مازدا ډوله موټر ولاړ دی او لاس پیکرونه د یوه دوادي آواز دا ملکوتي نعري زمزمه کوي. نعره یې تکبیر، بیا د فراه رود بازار کي ټول سوی ولس ور غبرګه کړي، په ځواب کې یې الله اکبر، دلته د هیوادوالو په مخونو کې د خوشحالی رنګ د ورایه ښکاري او تجلا کوي. د سترګو نه مو اوښکي بې اختیاره بهیږي. زما څخه د ډیرې خوشحالۍ یې موټر چلاند پاتې شو او دروازې یې هم قلفي دي. کله چې موټر ته راغلم، بیا مو د میستري په واسطه خپل د موټر دروازه خلاصه کړه. موږ ولاړو د واده مراسمو ته ټولو ملګرو لاسو کې تلیفونان دي او دا غونډه تعقیبوي چې فرهنګي ملګري د واټساپ په ګروپونو کې یو نوی ویډیو نشر کړي، بس همداسې د خوشحالۍ یې مو اوښکي ورته توی سي او بې اختیاره مو د شکر او حمد الفاظ تر خولو راووځي.
د حوت لسمه هغه ورځ ده چې زموږ د فیدایانو او استشهادیانو وینو رنګ راوست. دلته د یوې بوري مور او خور د زړه د ټوټې ارمانونه پوره شول. دلته د یوې کونډې د زړه د جانان یو ارمان پوره شو. دلته د یو یتیم بچې د ګران باباجان د سر ښندنې حقه دعوه رښتیا شوه. دادی نن په ټول هیواد ګران افغانستان کې دا ورځ چې پنځه کلنه شوه، په ښه ویاړ او افتخار یې لمانځو. دا ورځ دې ټولو شهیدانو، غازیانو، او د دوی کورنیو ته په بار بار مبارک وي. الله تعالی ﷻ دې دا امن او اسلامي نظام د ابد لپاره قائم او دا ائم ولري. الله تعالی دې د نړۍ ټول مسلمانان په داسې فتحه سره ونازوي
دیدگاه تان را بنوسید