د رسمیت پیژندنې هنګامه او داخلي مخالفتونه

لیکوال: خالق‌یار احمدزی

له څه کم څلورو کلونو وروسته، بالاخره د سیمې او نړۍ سیاسي او استخباراتي چینلونو درک کړه چې افغانستان نور له هغې زاویې وتلی چې دوی په کې خپلې تمریناتي لوبې ترسره او دلته د خپلو زر خریدو ایجنټانو په مټ، د اوږدو او لنډ مهالو ګټې خوندي وساتي.
ګاونډیانو د مهاجرینو له اخراج نیولې، بیا تر مخامخ تبلیغاتي او فزیکي تهاجماتو پورې پرلپسې تکراري هڅې وکړې او لنډه دا چې هیڅ کوم لوري خپل تر وسه مزاحمتونه دریغ نه کړل.
خو اسلامي امارت د ټولو سره د متوازن او بې پرې سیاست داعیه مخته وړله او ټولو ته یې پر همدغه مسیر د مخته تګ وړاندیز کا و.
روسیې که څه هم په ۹۰ یمو کلونو کې د افغانستان جغرافیه تنور او خلک یې په پراخه کچه پکښې کباب کړل خو اوسنی مثبت اقدام یې هم د دوی او هم د افغانستان په ګټه دی.
دغه هېواد که څه هم په سیاست کې څو ځله ناکامه ازموینه ورکړې او د خپلو ګټو تر حصوله یې یاري مخته وړې، له دغه ګام سره یې هم باید ځیرک تعامل وشي او د سیاست د تعریف لم خې چې د ملي ګټو په رڼا کې دوست او دښمن ټاکل کیږي، د همدې اصل له مخې ورسره تګ پکار دی.

داخلي ستونزې:

دلته موږ د داسي توربرونو په منځ کې پراته یو چې اول مو خپله داړي، که یې زور راباندې ونه رسید، د بل کلي لیوانو ته د متاع قلیل په بدل کې زموږ د داړلو له پاره لار ورکوي!
روسیې چې کوم ګام واخیست، لرې نه ده چې ژر به یې نور همسایه او یو شمیر عربي او آن ځینې اروپایي هېوادونه هم په نوبت سره لار تعقیب کړي خو موږ هم باید پر سیاسي مسیرونو د تګ لپاره څو ارزوونکي غلبیلونه ولرو چې وینا او عمل مو د خپلواک اسلامي نظام د داعیې مطابق شمیرلی وي.

موږ د فکري مخالف کړسنده خندا د ایران او اسرائیلو په شخړه کې ولیده؛ په داسې حال کې چې یاد هېواد د جمهوریت پسواندی له نوم سره تړلی او تر ډیره یې وګړي فردي ازادۍ هم لري، خو بیا یې هم تښتیدلو د یوه سوچه لیبرال نظام د قوام او قیام لپاره د اوسني اخوندي رژیم د نسکورولو او د اسرائیلو د بریا لپاره په کومه کچه لاسونه وپړکول… .

هو! زموږ مخالفینو هم پوره درې③ کاله نه کومه کوڅه پریښوده او نه کوم ګودر، په هر ځای کې یې د بهرنیانو ملاتړ پسې کچکول وګرځاوو خو پخوانیو بادارانو یې نور د قلنګ له ورکړې ځکه نټه وکړه چې تیر شل کلن فرصت کې یې د هېواد او ارزښتونو د لیلام برخه کې تر تنخوا زیاته وفاداري ثابته کړې وه او همدې کار بې حیثیته کړي هم ؤ.

دوی که څه هم د داخلي نا امني، د نوامیسو او ارزښتونو د پلور لپاره خپل تر وس پورته خواري وکړه خو داچې پردیو ګټو ته ژمن وګړي هیڅ لوري ته باوري یاران نه وي، نو د بریا تر پولو رسیدنه هم ورته داسې بریښي لکه آسمان ته د شیاطینو ختل؛ چې له رسیدو سره سم د شهاب ثاقب ښکار کیږي.

افغان نما بړیڅو چې څه باندې ۴لسیزې له مونږ سره وټنګوله، لامل یې د پولې پټي شراکت نه ؤ، بلکې د پردیو ګټو او ارزښتونو خوندیتوب ته نګه ژمنتیا وه چې تر پایه یې د حصول لپاره دلۍ دلۍ ککرۍ له لاسه ورکړې.
اوس چې یې د هوسونو اشباع ختمه شوې، نو خود به د هېواد د ثبات لپاره د یوه مسؤلیت پذیر او مرکزي نظام پر احیاء کیدو اوښکې تویوي ، ګرده نړۍ به هم ورته جاهله ښکاري چې دوی یې شاته پریښودل او ددوی فکري مخالفینو ته یې د رسمیت پیژندنې شین څراغ ورکړ.

ګاونډ او نړۍ درک کړې چې افغانستان یې د تجارت، اقتصادي ګټو او ترانزیټ لپاره مهمه لار ده او افغانستان کې د هرې سکروټې تازه کیدل، د ټولې سیمې په زیان دي نو اړ دي چې د لارې په اوږدو کې د ټامیانو چغ پغ ته له پام پرته، د ا.ا.ا سره د سیال په توګه تعامل ته را وړاندې شي؛ له دې پرته بله لار نه لري.
د افغانستان اسلامي امارت په رسميت پېژندل، يوازي د حاکم نظام په ګټه نه، بلکي د افغانستان د ټولي جغرافيې اوسېدونکو او… له پاره په ګټه ده.

۱۴ تیر | 5 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید