د سنډې گارډین انګليش
ژباړه او تخليص: ثناءالله عمران
له نوي ډیلي څخه خپرېدونکې سنډې گارډین ویبپاڼه ليکي چې يو شمېر رسنۍ د افغانستان د بې ثباته کولو په موخه د ناسمو معلوماتو خپرولو په کمپاین کې ښکيلې دي او لويديځ قدرتونه د خپل تسلط بیاټينګولو ته رابولي.
د يادي رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د خپل ستراتیژیک جیوپولیټیک اهمیت له امله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ډیپلوماتانو، ژورنالیستانو، مرستندویه کارکونکو، بېلابېلو استخباراتي فعالانو د جذب لا مل ګرځېدلی او ډېر ځله د لویو قدرتونو د سيالیو له امله زيانمن شوی دی.
له شاوخوا دوو لسيزو وروسته له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره سم طالبانو ۲۰۲۱ ز کال په اګست کې د افغانستان ولکه تر لاسه کړه.
سنډې گارډین کاږي چې په افغانستان کې دننه او بهر د يو شمېر اشخاصو او سازمانونو له خوا یوې وروستۍ هراړخیزې څېړنې څرګنده کړې چې د افغانستان د رسنیو یوه شبکه له استخباراتي ادارو څخه مالي ملاتړ تر لاسه کوي.
دوی د پراخ کمپاین د یوې برخې په توګه د ناسمو خبرونو په خپرولو تورن دي چې د دې ډول کمپاین څخه يې موخه د هېواد بې ثباته کول دي چې لا له وړاندي په شمال ختیځ او لویدیځ سرحدونو کې له ننګونو سره مقاومت کوي.
ياده رسنۍ ليکي چې په کابل کې سرچینې ادعا کوي چې د دې کمپاین اصلي موخه د طالبانو حکومت له دننه څخه کمزوری او بې ثباته کول دي چې تر شا يې څو بین المللي ادارې او غربي سازمانونه هم ولاړ دي.
د يادې هندي رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت کوي، د بې پرېتوب تر نامه لاندې ناسم معلومات خپروي. هغه معلومات چې د دوی د ورځپاڼو، تلویزیوني چینلونو او ټولنيزو رسنیو له لارې په هېواد کې خپريږي قومي، مذهبي او سیاسي کړکیچونو ته لمن وهي.
د ویب پاڼي د معلوماتو له مخي یاد ټول تبلیغاتي وسايل د هغو ډلو او اشخاصو لهخوا پرمخ وړل کیږي چې دا مهال له افغانستانه بهر ميشت دي.
د يادي رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ اطلاعات روز، هشت صبح ورځ پاڼه، ازادۍ راډیو، اشنا راډیو، افغانستان انټر نشنل ټلوېزیون، کابل پریس، امو تلوېزیون او وېبپاڼه، کشور خبري اژانس، افق خبري اژانس، آماج خبري وېبپاڼه او داسي نور د پرديو استخباراتي بنسټونو لهپاره کار کوي.
اطلاعات روز د يوې خبري ویبپاڼي په توګه په پیل کې په کابل کې وه خو اوس له بهر څخه فعالیت کوي. ياده رسنۍ په افغانستان کې له سیاسي اوښتون سره سم هېواد کې دننه خپل فعالیتونه ودرول او اوس مهال له بهره خپل نشرات کوي.
همدارنګه هشت صبح ورځ پاڼه چې د جمهوریت پر مهال يې له کابل څخه نشرات درلودل خو اوس د راپورونو پر بنسټ له ایرانه نشرات کوي او د يادي رسنۍ د سرچينو پر بنسټ دا مهال هشت صبح د ایران د استخباراتي بنسټونو سره له نږدې کار کوي.
بله هغه رسنۍ چې د کابل د اوسني حکومت ضد اجنډاء مخته وړي، پراګ مېشته د آزداۍ راډیو ده چې دا مهال د امریکا د متحد ايالاتو په شمول د يو شمېر نورو هېوادونو له لوري تمويليږي.
آشنا راډيو او تلوېزیون چې د وایس اف امریکا(VOA) يوه برخه ده د افغانستان لهپاره په پښتو او دري ژبو خپروني لري. ياده رسنۍ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سياست د تبلیغاتي وسيلې په توګه فعالت کوي.
افغانستان انټرنشنل چې له لندن او واشنګتن څخه نشرات لري، ويل کيږي چې د یوه بانفوذه خليجي هېواد له لوري تمويليږي او تر ډېره باور دا دی چې د ناسمو معلوماتو خپرولو ته يې پښه ورکړې.
د سنډې گارډین په باور کابل پرېس هم هغه رسنۍ ده، چې د افغانستان اړوند موضوعاتو باندي تمرکز کوي. د دوی مقر يا مرکزي دفتر د ناروې په پلازمينه اوسلو کې دی. د جنايي بنسټونو ناسم راپورونه تبلیغوي، قومي او مذهبي تعصب ته لمن وهي.
له بل لوري امو رسنۍ چې د امریکا متحده ایالاتو د ويرجنیا څخه نشرات کوي د پرديو استخباراتو په خدمت کې ده، چې تر ډېره د شخړو او تعصب هڅولو په برخه کې نشرات لري.
کشور خبري آژانس د طالبانو حکومت ته د زیان اړولو په موخه بې بنسټه نشرات کوي او افق خبري آژانس بیا د جنايي بنسټونو په ملاتړ تورن شوی.
اماج نیوز بیا په راپور کې هغه رسنۍ ښودل سوې چې له لندن او ترکې څخه نشرات لري چې تعصب ته د لمن وهني تر څنګه يې بې بنسټه محتوا خپروي.
د ژباړن تبصره:
د سنډې گارډین راپور واقعیت ته نږدې دی. په دغه راپور کې د هغوی رسنیو نومونه راوړل شوي چې ډېری يې د اشغال او له اشغال څخه وروسته رامنځته شوي دي. د دغه رسنیو اکثریت بشري ځواک چې د اشغال د پېر محصول دی د اشغالګرو د تېښتي سره سم هغوی هم تېښته وکړه او دغه د غرب په خبري امپریاليزم کې لا له وړاندي استخدام شوي او جزب شوي عناصر په بېلا بېلو هېوادونو کې یو ځل بیا سره منسجم کړل شول.
په دغه استخبارتي رسنیو کې تر ډېره غربځپلي فراريان راټول شوي چې نشرات يې د افغان مسلمان ولس له کلتور او شرعي ارزښتونو سره په ټکر کي دي.
افغان حکومت ته په کار ده چې د اجنبي هېوادونو د دغې رواني جګړې په وړاندي د هېواد د فکري جګړې بنسټونه پياوړي او اغېزناک کړي.
دیدگاه تان را بنوسید