د ديموکراسۍ سياست

لیکوال: مولوي نورالحق مظهري 

د ديموکراسۍ سياست دوست او دښمن نه لري او نه هم د ديموکراسۍ له لاري اسلام ته اساسي خدمت کېدلای سي، د ديموکراسۍ په مټ اسلام ته خدمت کول داسي مثال لري لکه څوک چي د سلاتې په ماشين باندي غنم اوړه کوي.

د ديموکراسۍ نظام پر داسي اصولو باندي ولاړ وي چې هيڅ شرعي لاسوند د ځانه سره نه لري له همدې امله د يوه فاسق په يوه رايه باندي نړيږي او بسته نظام ته يو نا اهله انسان خنډ جوړولاي سي.

د ديموکراسۍ په نظام کې پر يوه دسترخان هم شراب څیښل کيږي او هم د قرآن تلاوت کيږي، يو سړی به نيمه ورځ د اسلام پر خلاف کار کوي او نيمه ورځ به بيا په مسجد کې تېروي، ميرمن به يې د شپې د ده سره وي خو د ورځي به بيا نور خلک خوندونه ورباندي اخلي.

د ديموکراسۍ په نظام کې به د انسانانو پر ځای خلک د حيواناتو سره اړيکي ساتي، د دوستۍ معيار به انسانيت او اسلام نه وي بلکې دوستي او دښمني به د نفس په غوښتنه پر شهواتو او دنيوي خوندونو ولاړه وي.

د ديموکراسۍ په نظام کې د دوستۍ او دښمنۍ په تعامل کې ديانت ته نه کتل کيږي بلکې د خپل واک او ديموکراسۍ بقاء ته کتل کيږي، په هر کار کې چې د ديموکراسۍ بقاء وي او په واک کې د واکمن پاته کېدل وي هغه به سر ته رسيږي.

دا ډېر ښه کار سو چې زموږ د هيواد څخه د عملي ديموکراسۍ ټغر ټول سو خو د فکري ديموکراسۍ د ټغر ټولېدل به لا ډېر وخت ونيسي ځکه دلته د ديموکراسۍ فکري ودي ته ډېر کار سوی دی او ډېر مسلمان فکرونه د خپل اصلي مسير څخه اووښتي دي.

دا لازمه ده چې موږ د سياست په ټولو څانګو کې د هيواد په کچه فکري بدلون ته کار وکړو تر څو د حاکم نظام د سمبالښت او بقاء په وړاندي احتمالي ننګوني هم له منځه ولاړي سي او د هيوادوالو فکرونه او آندونه د حاکميت تر پوښښ لاندي راسي.

کله چي فکري حاکميت د فزيکي حاکميت سره ملګری وي هلته بيا د حکومتولۍ لپاره هيڅ زور او فشار ته اړتيا نه پيدا کيږي او د نظام په وړاندي هيڅوک منفي تخنيک او تاکتيک نه کاروي بلکې د مملکت ټولي چاري به د اطاعت، انفعال، مشورې او يووالي تر سايه لاندي پر مخ ځي.

۱۳ مرداد | 3 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید