ځانونه په اسلام پوه کړئ

لیکوال: قاصد افغان
څرنګه چې اسلام زموږ سپیڅلی او منل شوی دین دی، نو مسلمانان هڅه کوي چې د هغه لارښونې او احکامونه زده کړي او د امکان تر حده یې زده شوي تعلیمات په خپل ژوند کې عملي او تطبیق کړي ترڅو په دنیا او آخرت کې کامیابه سي.
په همدې موخه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موږ او تاسو وینو چې مسلمانان د اسلام له ارزښتونو او د قرآن کریم له لارښوونو سره سم، له سپېڅلو اوصافو او اخلاقو څخه ډک اعمال تر سره کوي او نور(غیر مسلمانان او کفار) د دوی د ښه چلند او اخلاق په کتنې سره، و دوی ته حیران سوي دي.
یوازې د اسلام او د مسلمانانو دښمنان هڅه کوي چې د مسلمانانو پر کړنو نیوکه وکړي او د بې اسنادو افواهاتو او توهیناتو په خپرولو سره د قرآن کریم احکام کمزوري کړي او د دې لامل هم ورځ په ورځ په لویدیځ هېوادونو کې د مسلمانانو د شمېر زیاتېدل دی.
دوی غواړي چې خپل ایدئولوژي، کلتور او مذهب په اسلامي هېوادونو کې خپره کړي او د مسلمانانو په منځ کې د اختلاف او تفرقې په وسیله خپل ناوړو موخو ته ورسیږي.
موږ باید هڅه وکړو او په اسلام او قرآن باندي پوه سو او د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره فکري جګړه وکړو.

۲۶ دی | 1 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید