احساس

لیکوال: صابر جان محصل

د احساس له مخې اکثرو انسانانو  په فکري لحاذ جهانګیر خیال خپل کړی وي او تل د خپلو اهدافو تر لاسه کولو لپاره په خیالي نړۍ کي ګرځي او هدف ته د رسیدو لپاره همدا خیال کافي ګڼي او فکر کوي چي هدف به غیبي ترلاسه کوي حال داچي حقیقت داسي نه دی.
په خیالاتو کي یواځې د خپل هدف لپاره تفکر کولی شئ! خیال ستاسو هدف ته د رسیدو سوارلۍ نه بلکي هدف ته د رسیدو لاښود دی.
الله تعالی د علم په برکت سره انسان اشرف المخلوقات خلق کړی دی او علم له لعلونو هغه ډک دریاب دی چي پای نلري، نو لازمه ده چي خپل هدف ته د رسیدو لپاره د علم په دریاب کي لارې چارې ولټوئ!
او همدې دریاب ته له ګډيدو مخکي باید د دریاب له مستو څپو سره د ډغرو هنر خپل کړې! دا یو دستور دی چي د بریا لار په تکلیفونو کي پټه وي خو د علم په وسیله سره تاسو د هدف لار پیدا کولی شئ! تنظیم، پلټنه، هڅې، پلان او د هدف نور مراحل يواځې د علم او د مطالعې له لارې تر لاسه کولی شئ!
لنډه دا چې هیڅ یو عمل بي له علمه نه شي تر سره کیدلی، او بله دا چي دا ټولې کړنې بیا یوه منظم تقسیم الاوقات ته هم ضرورت لري هڅه وکړئ، د بریا لار تعقیب کړئ، دین،  تاریخ، جغرافیه، اسلاف، دوست او دښمن ټول مطالعه کړئ! دا مطالعه به ستاسو سره د چارو په تنظیم او په ښې کارکردګي کې ډیره مرسته وکړي که په کومو چارو او کړنو  نه پوهیدئ له استادانو، ملګرو او له اهل الکسب څخه پوښتنې وکړئ مشورې ترې وغواړئ دا به ستاسو لپاره د ژوند چارې ډیرې اسانه کړي. د ورځنیو چارو د تنظیم لپاره ورځنی پلان او د راتلونکي میاشت او کال لپاره بیل بیل پلانونه چمتو کړئ ځانونو ته واړه او لوي هدفونه وټاکئ په همدې ترتیب به هره ورځ د خپل هدف په لور په ګړندي ګامونو مزل کوئ له ځانونو شخصیتونه جوړ کړئ! او سبا ورځ چي د ازدواج، کور، اولاد او د ټولنې په څېر درانه مسولیتونه در له غاړې کيږي د هغه پیټي د وړلو لپاره همدا اوس فکر او مټې غښتلې کړئ.

رنج کوتاه مدت باعث راحت دراز مدت
و راحت کوتاه مدت باعث رنج دراز مدت می‌گردد.

 
 

۴ فروردین | 3 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې

لیبلونه:

دیدگاه تان را بنوسید