کتاب او مطالعه

لیکوال: صابر جان محصل

کتاب په ژوند کي تر هر څه غوره ملکری دی.
کتاب بريا ته د رسيدو پوړۍ/ زينه ده.
مطالعه د فکر خوراک او هغه څه ده، چي فکر ترې تغذيه کيږي، فکر بلوغ ته پرې رسيږي او فکر ته پراختيا ور په برخه کوي.
يو عالم د مطالعې په اړه ليکي چې، لکه څرنګه چې بدن خوراک او تغذيې ته ضرورت لري او په همدې تغذيې سره بدن وده کوي همداسي فکر هم له مطالعې څخه په تغذيه کولو سره وده کوي.
کوم انسانان چې له مطالعې لري پاته شوي او مطالعه يې د ژوند د مهم ارزښت په حيث نه وي درک کړې،
هغوي په فکري لحاظ ماشومان بلل کيږي او فکري بلوغ ته نه دي رسيدلي.
وحي له اقرأ (ولوله) څخه پيل کيږي چې په لوستلو د امر په معنی ده.
اللّٰه تعالی خپل حبيب ته لومړی امر په لوستلو سره کوي، همدا دليل د مطالعې د اهميت او ارزښت لپاره کافي دی.
دا چې مطالعه څه ده؟ پر ژوند يې اثرات څه دي؟
او هدف او بريا ته د رسيدو په لاره کې څومره مرسته کوي؟
د ټولنې په پرمختګ کي څومره رول لري ؟
ضروري ده چې د اسلامي نړۍ زرين علمي تاريخ ته ور وګرځو.
کله چې اسلامي نړۍ په علمي لحاظ په نړۍ کي بي څارې او د نړۍ مهم علمي مرکز بلل کيده، نو اسلامي امت هم په نړۍ کي په علمي، سياسي، نظامي او په ټولنيز لحاظ پياوړی او مظبوط أمت ؤ.
د بغداد، اندلس يا اوسنۍ اسپانيا د علم، تمدن، فرهنګ، صنعت او پرمختګ تاريخ که چا لوستی وي پوهيږي چې د علم په هره برخه او فن کي نړۍ د دغه دوو ۲ سترو علمي مرکزنو احسامنه ده. او پر ټوله نړۍ يې د علم سيوری غوړولی ؤ.دا هغه وخت ؤ چي د هر مسلمان کور کتابخانه وه او د مطالعې فرهنګ ژوندی ؤ.
مطالعه د پوهې، تفکر، او شعور پراخولو هغه عمل دی، چې انسان ته د زده کړې، ځان پېژندنې،دخالق پيژندنې او د نړۍ د درک کولو فرصتونه په لاس ورکوي. مطالعه یوازې د کتاب لوستل نه دي، بلکې دا یو ژور فکري سفر دی چې انسان ته ذهنی رڼا، بصیرت، او د ژوند په لارو کي ښه انتخابونه په لاس ورکوي.
د مطالعې په کولو سره انسان پوهه، شعور، او د تصمیم نیولو قوت تر لاسه کوي.
د شخصیت جوړښت پیاوړی کوي، په ځان باور زیاتوي، او فکر ته د ژوند شاخصونه او جهت ور په ګوته کوي.
انسان له تشو خیالونو، توهماتو او جهالت نه خلاصوي او د شيطاني فکرونو له عذابه د نجات لارې روښانوي.
مطالعه ذهن ته سکون او تمرکز ورکوي، د فشارونو مقابله اسانه کوي.
په مطالعه کولو سره انسان د نړۍ له تاريخونو، فرهنګونو او تجربو زدکړه کوي، او د ژوند په لارو چارو کي له ګړنګونو څخه د نجات په لار کي ترې ګټه پورته کوي.
مطالعه موږ ته دا راښيي چې برياليو خلکو څنګه ژوند کړی؟ کومې لارې یې غوره کړې؟ کومې تېروتنې یې کړي؟ له همدې تجربو زده کړه کول هدف او بريا ته د رسيدو لاره اسانه کوي.
مطالعه د انسان په فکر کې انقلاب پیلوي. زه باور لرم چې که یو څوک غواړي خپل ژوند بدل کړي، برياليتوب ترلاسه کړي، پرمختګ وکړي، او يا هم دين هيواد او ملت ته د ريښتيني خدمت په لټه کي وي،مطالعه دې پیل کړي. دا هغه تخم دی چې که یې په زړه کې وکرې، د بدلون، بریا، او بیدارۍ ونې به ترې وټوکېږي.
مطالعه نه یوازې د فرد ژوند بدلوي، بلکې د ملتونو برخلیک هم د مطالعې له لارې ټاکل کيږي. هر هغه څوک چې غواړي ژوند، فکر، ټولنه، او تاریخ بدل کړي، باید مطالعه د خپل ژوند مهم رکن وګرځوي. ځکه مطالعه انسان له جمود، جهالت، او وهمه را باسي، او د علم، عقل، شعور، بصیرت، او عمل لارې ورته پرانیزي.
پکار ده چي د دغه مهم فرهنګ د ساتلو او د پراختیا لپاره لازمې هڅی تر سره شي.

۴ اردیبهشت | 5 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید