لیکوال: صابر جان محصل
عبدالرحمن ابن خلدون په خپل کتاب د ابن خلدون مقدمه کې نظامونه د انسان له ژوند سره تشبه کړي، هغه ليکي چې نظامونه هم د انسانانو د ژوند په څېر ۳ پړاوونه لري ماشومتوب، ځواني او بوډاتوب؛ مطلب دا چې نظام هم په لومړي سر کې د ماشومانو په څېر نادان او بي تجربې وي، بيا د ځوانانو په څېر قوت پیدا کوي او بيا لکه عمر خوړلی انسان ضعيفه کيږي د مرګ تر کندې رسيږي او له منځه ځي.
ابن خلدون رحمه اللّٰه د نظامونو د پرځيدلو څو عمده علتونه
بيان کړي چي ظلم، بيعدالتي او د ولسونو ناخوښې يې مهم علتونه بللی شو.
له ۱۹۴۷ ميلادي کال مخکي چې کله د پاکستان د جوړيدو ګنګوسې خپريدې د هند ډيری مسلمانانو او علماء کرامو د ياد هيواد د جوړيدو مخالفت کاؤو، او دا کار يې د هند د مسلمان ولس په زيان ګڼلو، چي د پاکستان په جوړولو سره د هند مسلمان ولس او د هغوي قوت تقسیمېږي.
د پاکستان د جوړيدو فکر او نظريه چي د انګریزي استعمارګرو له خوا طرحه شوې وه، په سېمه کي د ځينو نورو داسې اشخاصو په ملتيا پلې شوه چې هويت يې هيڅ څرګند نه و.
د هند د مسلمان ولس او د جيدو علماؤو د اختلاف باوجود د ۱۹۴۷ ميلادي کال د اګست د میاشتې په ۱۴ تاريخ د پاکستان په نامه په سېمه کې يو هيواد رامنځته شو.
داسې هېواد چې د افغانستان په شمول د سېمې ډيريو هېوادونو تر ډيره وخته په رسميت نه پيژانده.
د پاکستان له جوړيدو يو کال وروسته چې کله د پاکستان د حکومت له لوري د بلوچستان ايالت سېمه د پاکستان برخه وبلل شوه د بلوچستان د ولس غبرګونونه يې را وپارول او د پاکستان د نظام په وړاندې يې له خپلې خاورې څخه د دفاع په پار مسلحه جګړه پيل کړه چي پاکستاني فوځي نظام يې په غبرګون کي له تيرو ۷۰ کلونو راهیسي د بلوچ قوم په وژنو او ربړولو بوخت دی، او د لکونو په تعداد يې بلوچان قتل کړي، بنديان کړي او تريتم کړي دي. د دغه ظلمونو په غبرګون کې له تيرو ۵۰ کلونو راهیسي بلوچ ازادۍ غوښتونکو هم د پاکستان په فوځ او د نظام په ادارو بريدونو ته دوام ورکړی، چي په دې وروستيو کالونو کي يې په بريدونو کي د پام وړ زياتوالی راغلی، د راپورونو له مخې په تير ۲۰۲۴ م کال کې په بلوچستان ايالت کې پر فوځ او ادارو ۳۱۶ بريدونه شوي چي د ۱۷۹۰ په شاوخوا کي يې د فوځ عسکر وژلي،
او ډيری فوځي وسايط او تاسيسات يې له منځه وړي.
چې د بلوچستان ايالت د خضدار ولايت مرکز نيول، د هوتل پر نظامي بيز بريد، په تربت کې د بحري ځواکونو پر بيز بريد د لويو لارو تړل، د بولان په سیمه کې د ۲۰۰ عسکرو برمته کول او تيره ورځ د بلوچستان په نوشکي سېمه کي د ۹۰ عسکرو وژنه يې مهم بريدونه بلل کيږي.
همدغه راز کله چې په ۲۰۰۶ م کال کې پاکستاني فوځ په پلازمېنه اسلام اباد کي د لال مسجد په پيښه کي د شيخ عبدالرشيد غازي په شمول ۳۲۷۰ د مدرسې طالبان او ماشومان په شهادت ورسول او په خيبر پښتونخواه کي يې په مختلفو بهانو ډيری فوځي عمليات تر سره کړل چې ملکي او بي ګناه ولس ته پکي د سر او مال زيانونه واوښتل، په خيبر پښتونخواه کې هم د پاکستاني طالبانو/ تحريک طالبان پاکستان د پوځ او ادارو په خلاف د جهاد اعلان وکړ چي په ډير کم وخت کي د ولس له پراخ ملاتړه برخمن شول او قوت يې پیدا کړ ،
چي له تيرو ۱۸ کلونو راهیسي د رژيم په خلاف په جګړه بوخت دي او په دې وروستيو کالونو کي يې په بريدونو کي د پام وړ زياتوالی ليدل کيږي او هره ورځ فوځ ته د درنو تلفاتو او زيانونو د اړولو ادعاوې کوي.
د تير ۲۰۲۴ کلني راپور کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ فوځ ته تر ۲۰۰۰ د زياتو تلفاتو د اړولو ادعا کړي وه او تر څنګ يې د سلګونو په تعداد د وسايطو او تاسيساتو د له منځه وړلو يادونه هم کړې وه. چې تازه يې د الخندق په نامه پسرلني عمليات پيل کړي او له تيرې ورځې راهسې يې په ټول پاکستان کي لسګونو بريدونه کړي او فوځ ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي.
همدا راز په تير م کال کې د کشمير ولس هم له پاکستانه د ازادۍ د غوښتلو له شعارونو سره بازارونو ته راووتل چې له خپلې سیمې څخه يې د پاکستاني پوځيانو د وتلو غوښتنې کولې.
د ګلګت بلدستان خلګ هم د پاکستاني پوځ له چلند شکايتونه لري او وخت ناوخت يې په خلاف سوليز حرکتونه کوي.
۲۰۲۴ ميلادي کال د پاکستاني پوځ لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی چي پوځ ته پکي ډيری تلفات اوښتي، سېمې او مرکزونه يې له لاسه ورکړي او ډيری فوځي تاسيسات او مرکزونه حتي الوتکې يې له منځه تللي.
پاکستانی نظام د امنيت په تأمينولو کې پاته راغلی او په سېمه کې په يوه ناامنه هيواد بدل شوی،
پاکستان تل د خپلو ټولو ناکاميو د پټولو هڅې کوي د پړې ګوته ګاونډيو ته نيسې او يا هم د عامه فکر د مصروف ساتلو لپاره هدفي وژنې کوي، د سياسي او علمي اشخاصو ژوند له ګواښ سره مخ شوی او په هدفي وژنو کي فوځ او د پاکستان د استخباراتي ادارو ښکيلتيا هم ولس ته څرګنده شوې.
ولس پر حکومت بي باوره شوی او ورځ تربلې د ولس له حکومت سره د فاصلې واټن زياتيږي.
پاکستان د بهرنيو سيلانيانو لپاره تر ټولو نا امنه هيواد بلل شوی.
پاکستانی فوځ د سېمې د بي ثباتۍ لپاره د خوارجو د ترهګرې ډلې حمايت کوي په خپله خاوره کي يې خوارجو ته مرکزونه ورکړي او د پاکستان له خاورې په سیمه کي ترهګريز بريدونه رهبري کوي.
له خارجي ترهګرو سره د اړيکو او حمايت له کبله يې د سېمې له هيوادونو سره سياسي اوضاع زيانمنه شوې.
او په سياسي لحاظ منزوی شوی دی.
پورتنيو امنيتي او سياسي اوضاع ته په کتو داسي بريښې چي پاکستانی نظام د خپلو ظلمونو، فساد، اقتصادي مشکلاتو او ناکامه مديريت له کبله د عمر خوړلي انسان په څير د ژوند په ورستي حال کي دی او له سختو ننګونو سره مخ د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.
دیدگاه تان را بنوسید