د هېواد د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته کتنه
لیکوال: رحمتالله فیضان
افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د امریکا تر اشغال لاندې و. له هغې وروسته، په دوحه کې خبرې اترې وشوې، او بالاخره، د دواړو خواوو ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه. په دې هوکړه کې په ښکاره توګه ویل شوي چې امریکا به د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او دواړه هېوادونه به مثبتې او رغنده اړیکې جوړه وي .
د دوحې تړون د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه شېبه وه، چې د شل کلن اشغال پای ته رسېدل، د امریکا ماتې، د افغانستان خپلواکي تثبیت او د اسلامي امارت د واک ته ستنېدو زمینه یې برابر کړه. دا هوکړه نه یوازې داخلي اغېزې درلودې، بلکې په سیمهییزه او نړیواله کچه یې هم مهم پیغامونه لرل، او دا یې وښوده چې ستر قدرتونه نشي کولی د نظامي اشغال له لارې د یو ملت برخلیک وټاکي.
اوس هم، که امریکا غواړي له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي تعاملات ولري، افغانستان ورسره کومه ستونزه نه لري. افغانستان نه یوازې له امریکا، بلکې له ټولو هېوادونو سره د عزتمن او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي. دا اړیکې باید داسې وي چې د دواړو لوریو عزت او حیثیت پکې خوندي وي.
د افغانستان بهرنۍ تګلاره د توازن او مثبت تعامل پر بنسټ ولاړه ده. څنګه چې افغانستان له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره رغنده اړیکې لري، غواړي له نورو نړیوالو هېوادونو سره هم ښې او د مشترکو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې ولري.
د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ توازن دا معنا لري چې هېواد د هېڅ بهرني ځواک تابع نه دی، خپلې پالیسۍ په خپلواک ډول تنظیموي او د بهرني فشار پر ځای، ملي ګټوته لومړیتوب ورکوي.
افغانستان له چین، روسیې، ایران، ترکیې، پاکستان، هند، د منځنۍ آسیا هېوادونو او د خلیج له هېوادونو سره مثبتې اړیکې لري، او همداراز غواړي له لویدیځ سره هم رغنده تعامل ولري.
په نړیوالو سیالیو کې، افغانستان د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ د هیڅ لوري ملاتړ نه کوي ، بلکې هڅه کوي له ټولو خواوو څخه د خپلو ملي ګټو د خونديتوب لپاره ګټه پورته کړي .
د افغانستان اوسنی حکومت نه غواړي چې هېواد یې د نړیوالو قدرتونو د منفي سیالیو ډګر شي، بلکې هدف یې دا دی چې افغانستان د اقتصادي او سیاسي اتصال یوه نقطه وګرځي او د نړیوالو رغنده همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ تعامل کوي، له بېځایه تقابل او کړکېچ څخه ډډه کوي، او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره غوره بولي.
دیدگاه تان را بنوسید