لیکوال: مولوي نورالحق مظهري
څومره چې موږ د هيواد څخه دننه حالات څارو او اوسنی نظام ورځ تر بلي دوام پيدا کوي د نظام د مسلکي کېدلو او سمبالېدلو هيلي هم ورځ تر بلي را ژوندۍ کيږي.
د بندونو او سړکونو رغېدنه د هيواد آبادۍ ته د نظام تعهد په ډاګه کوي، د مالياتو کمېدل پر هيوادوالو د نظام د شفقت او مهربانۍ ښکارندويي کوي، په وظايفو کې تبديلۍ او تغيير د مسلکي کېدلو پر لور د نظام هڅي او کوښښونه په ننداره اچوي او په سياسي برخه کې د نړۍ سره ښه تعامل د مشرانو نبوغ او سياسي پوهنه په ګوته کوي.
که نظام همداسي مثبت روان وي إن شاءالله چې د نړۍ په کچه به د ډېر قوي، پاک او مسلکي نظام خاوندان کيږو او که منفيګرايي ونکړو نو داسي ويلای شو چې الحمدلله د لسګونو کلونو مزل اوس امارت په دريو کلونو کې وهلی او ډېري لويي پروژې يې په لږو امکاناتو پوره کولو ته نژدې کړي دي؛ داسي ويلای شو چې اوسنی نظام د پخوانيو هوښيارانو د لاندي خبرو مصداق جوږ شوی دی:
ژباړه: هوښيارانو ويلي دي: پر پاچاهانو درې شيان لازم دي: لومړی دا چې د خپل ولايت او سيمي په آبادۍ کې زيار وباسي له همدې امله دوی ويلي دي: د سيمي نه آبادي يا د امير د ناتوانۍ په سبب وي او يا هم په ملت کې د ظلم په سبب وي، دويم دا چې پر خپل رعيت مهرباني وکړي او د دوی تر منځ په حکم کې عدالت وچلوي او درېيم دا چې غټ کار د ضعيفه او بې استعداده انسان په لاس ورنکړي ځکه چې دا کار د ولايت او سيمي د ورانۍ سبب جوړيږي.[الدرة الغراء في نصيحة السلاطين والقضاة والأمراء ص49]
دیدگاه تان را بنوسید