لیکوال: رحمت الله فیضان
فردي آزادي د انساني ټولنو له اساسي مفاهيمو څخه ده چې تل پرې بحث او څېړنه شوې ده. دا مفهوم د انسان د دې توانایي ښودنه کوي چې د خپل شخصي ارادې پر بنسټ عمل وکړي، خو د دې آزادۍ چوکاټونه، محدودیتونه او پایلې په مختلفو کلتوري، دیني او فلسفي نظامونو کې توپیر لري. اسلام او غربي تمدن دواړه د فردي آزادۍ اهمیت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، خو د دې آزادۍ تعریف او چوکاټونه د دواړو له فکري او ارزښتي بنسټونو سره سم توپیر لري.
د فردي آزادۍ تعریف په اسلام او غرب کې:
په اسلام کې آزادي د انسان له هر ډول غلامۍ(د انسانانو او یا د نفس غلامۍ) څخه خلاصون ته ویل کېږي، خو دا آزادي د الهي قوانینو او د نورو د حقونو د ساتنې په چوکاټ کې محدودېږي.
په غرب کې فردي آزادي اکثر د لیبرالیزم د نظریاتو پر بنسټ تعریفېږي، چې انسان د هر ډول محدودیت(دیني، دولتی یا ټولنیز) څخه د خلاصون لپاره ټینګار کوي. دا مفهوم د فردي ارادې او د انتخاب حق ته په بشري حقونو کې ارزښت ورکوي.
آزادي او مسئولیت:
په اسلام کې فردي آزادي له مسئولیت سره تړلې ده. قرآن او سنت پر دې ټینګار کوي چې انسان د خپلو اعمالو په وړاندې مسئول دی.
الله تعالی فرمایي:
«وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ» (الکهف: ۲۹).
دا آیت د ایمان یا کفر په انتخاب کې د آزادۍ ښودنه کوي.
په غرب کې فردي آزادي د انسان محورۍ او انسان محور اخلاقو پر بنسټ ولاړه ده، چې انسان د پرېکړو او اخلاقو محور ګڼي.
د عقیدې او ایمان کې آزادي:
قرآن کریم په واضح ډول ټینګار کوي چې ایمان باید په خپله خوښه او آزادي سره وي:
«لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ» (البقره: ۲۵۶).
پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم هم خلک د خپلو ویناوو او کړنو له لارې اسلام ته دعوت کول، پرته له دې چې په هغوی جبراً څه و تپل شي.
په غرب کې هر فرد حق لري چې خپل دین انتخاب کړي یا بېدینه پاتې شي. سیکولریزم د عقیدې دا ډول آزادۍ ته وده ورکوي.
د بیان آزادي:
په اسلام کې د بیان آزادي په رسمیت پېژندل شوې، خو په دې شرط چې دا آزادي فتنه جوړه نه کړي یا د نورو حقونه تر پښو لاندې نه کړي. مثلاً د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه مسلمانان دې ته هڅول کېږي چې د ټولنې د اصلاح لپاره خپل نظر څرګند کړي:
«كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ» (آل عمران: ۱۱۰).
په غربي ټولنو کې د بیان آزادي د انسان له مهمو حقونو څخه ګڼل کېږي، خو داسې قوانین شته چې د کرکې خپرولو یا تهمتونو مخه نیسي.
په شخصي اعمالو او چلند کې آزادي:
اسلام افرادو ته اجازه ورکوي چې په خپلو شخصي چارو کې پرېکړې وکړي، خو تر هغه چې دا آزادي د ځان یا نورو لپاره زیان ونه لري:
«وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ» (البقره: ۱۹۵).
دا آیت ښيي چې فردي آزادي باید د ځان یا ټولنې په زیان پای ته ونه رسېږي.
په غرب کې افراد په ژوند کولو، لباس، ټولنیزو اړیکو او حتی په اخلاقي مسایلو کې بشپړ آزاد لري
خو په اسلام کې فردي آزادي باید د نورو حقونو ته زیان ونه رسوي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ فِي الْإِسْلَامِ» (حدیث).
فردي آزادي یو داسې مفهوم دی چې هم په اسلام او هم په غرب کې ځانګړی ځای لري، خو د تعریف، محدودیتونو او کارونې له پلوه یې ستر توپیرونه شتون لري. په اسلام کې فردي آزادي له مسئولیت، اخلاقو او د نورو د حقونو په رعایت سره تړلې ده، خو په غرب کې فردي آزادي د بشري حقونو او شخصي ارادې پر بنسټ تعریفېږي.
رښتیني آزادي هغه وخت معنا پیدا کوي چې نه یوازې د انسان اراده بلکې د فرد او ټولنې ګټې هم په پام کې ونیول شي. له دې امله، د فردي آزادۍ د بېلابېلو لیدلورو پېژندنه کولی شي د فردي حقونو او ټولنیزو مسئولیتونو تر منځ د تعادل رامنځته کولو لپاره یو اغېزمن ګام وي.
دیدگاه تان را بنوسید