په لنډو کرښو کې د افغانستان او ازبکستان تعاملاتو ته کتنه

لیکوال: رحمت الله فیضان
افغانستان او ازبکستان، چې ۱۴۵ کیلومتره ګډه پوله لري د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د اتصال مهمې نقطې ګڼل کېږي، د تاریخي، اقتصادي، او امنیتي اړیکو اوږده مخینه لري. دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، ترانزیت، او سیاسي همکاریو له لارې هڅه کوي، نه یوازې دوه اړخیزې ګټې خوندي کړي، بلکې د سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره هم لارې هوارې کړي.


په وروستیو کلونو کې، د افغانستان او ازبکستان اړیکې د مثبت پرمختګ شاهد دي. د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام، همکارۍ، او اقتصادي پراختیا پر بنسټ تعامل لا زیات شوی. د سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو د رامنځته کولو ترڅنګ، د امنیتي همکاریو پراخېدو ته هم پام شوی، ترڅو ګډې ستونزې حل شي او د سرحدونو امنیت تضمین شي.


د انرژۍ برخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکارۍ له مهمو ساحو څخه ده. کابل د ازبکستان له انرژۍ څخه د هېواد د داخلي اړتیاوو لپاره استفاده کوي. همداراز، افغانستان د برېښنا تجهیزاتو د پېرلو او د تاجکستان، ازبکستان، او ترکمنستان د برېښنا کرښو په برخه کې له تاشکند سره همکاري لري.


د ۵۰۰ کیلو ولټ سرخان – پلخمري پروژه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا له سترو پروژو څخه ده.
که د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو یادونه وکړو، نو دا څرګنده ده چې افغانستان او ازبکستان ګډ فرهنګي ارزښتونه لري. دا ګډ ارزښتونه د ګوهرشاد بیګم، امیر تیمور، البیروني، ظهیرالدین بابر، ابو علي سینا بلخي او لسګونو نورو فرهنګي او ادبي شخصیتونو له لوري رامنځته شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ګډ فرهنګي او تمدني پیوندونه ټینګ کړي دي.


همداراز، ازبکستان د افغان ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسونو زمینه برابره کړې، چې د دې هېواد د علمي مرکزونو دروازې یې د افغانستان پر مخ پرانیستې او د هېواد د علمي پرمختګ لپاره یې مهم فرصتونه رامنځته کړي دي.


د افغانستان او ازبکستان د وروستیو ناستو لنډیز:
۱. سوداګري او ټرانزیټ:
د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور رېل پټلۍ د عملي تطبیق په اړه خبرې خبري او تصمیمونه
د سوداګرۍ اسانتیاوو، پانګونې، او د افغان سوداګرو له ستونزو د خلاصون پر لارو بحث.
د حیرتان بندر د اسانتیاوو، ویزو، او قونسلي خدماتو د ښه والي په اړه خبرې اتري.


۲. امنیتي همکارۍ:
افغانستان ازبکستان ته ډاډ ورکړی چې د بل هېواد پر ضد به یې خاوره نه کارول کېږي.
ازبکستان د افغانستان د ثبات ملاتړ کړی او د امنیتي همکاریو د پراخولو ژمنه یې کړي ده.


۳. سیاسي تعامل:
د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف د افغانستان له ثبات څخه د ملاتړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د ولسمشرۍ د ادارې له مشر سردار عمرزاکوف سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراخولو خبرې اترې.
د ازبکستان د نوي سفیر خپل باورلیک اسلامي امارت ته سپارل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته اشاره کوي.


۴. د تاشکند نړیوال کانفرانس:
دا کنفرانس چي د افغانستان په ملاتړ شوی و د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶-۲۷ د تاشکند نړیوال کانفرانس ته وینا وکړه، چې پکې یې د افغانستان د اسلامي امارت لاسته راوړنې، ستونزې، او نړیوالې اړیکې تشریح کړې.


د ښاغلي متقي د وینا اصلي ټکي:
امنیت او ادارې: د اسلامي امارت په لنډه موده کې د امنیت ټینګښت، د حکومتي ادارو فعال ساتل، د ملي عوایدو له لارې د بودیجې تمویل، او د فساد له منځه وړل مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.


سیاسي پخلاینه: پخوانیو چارواکو ته بښنه شوې، ځینې یې بېرته دندې ته راستانه شوي، او د تماس کمېسیون له لارې د پخوانیو مخالفینو د بېرته راتګ لړۍ روانه ده.


اقتصادي بندیزونه: د امریکا بندیزونه د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي. له نړیوالې ټولنې او امریکا غوښتنه کېږي چې اقتصادي بندیزونه ختم کړي او افغانستان ته د خپلو شتمنیو د لاسرسي اجازه ورکړي.


بهرنی سیاست: اسلامي امارت د متقابل احترام پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی او غواړي چې افغانستان د اقتصادي همکاریو او ثبات مرکز شي.


امنیتي وضعیت: د داعش پر ضد قوي اقدامات شوي، او هېڅ ډلې ته به اجازه ور نه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
ښوونه او کار: پوهنتونونه او ښوونځي پرانیستل شوي، ښځې په روغتیا، تعلیم، او دولتي ادارو کې کار کوي، او هغو ته چې مناسب چاپېریال نه دی برابر، له کورونو معاش ورکول کېږي.
د تاشکند کنفرانس په اړه د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا غونډه ډېره ښه وه. ۳۵ ویناوالو وینا وکړه، چې له هغو څخه یوازې دوه یې یو څه منفي وې، نورې ټولې د افغانستان په اړه مثبتې وې.


د نړیوالو له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه متقي وویل:

“نړۍ اوس د یو کلي حیثیت لري، طبعي ده چې هېوادونه به خپلو کې نزاکتونه لري. سربېره پر دې، ۵۰ هېوادونو شل کاله له موږ سره جګړه وکړه، نو کله چې موږ ته راځي، طبعي ده چې یو څه احتیاط کوي. هغوی هم مجبوریتونه لري، خو له دې سره سره، ډېر هېوادونه له موږ سره رسمي اړیکې لري، زموږ دیپلوماتان مني، زموږ لپاره کنفرانسونه جوړوي او تجارتي روابط ورسره لرو.”
د افغانستان او ازبکستان اړیکې؛ د لوړپوړو امارتي چارواکو لیدنې او موافقې
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان د ولسمشرۍ د چارو د ادارې مشر سردار عمرزاکوف د افغانستان او ازبکستان د اړیکو، ترانزیت، کرنیزو همکاریو، او د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د رېل پټلۍ د پروژې پر سر خبرې وکړې. افغان لوري د رېل پټلۍ د نقشې سروې ته چمتووالی وښود، او ازبکستان ژمنه وکړه چې د سروې چارې به ژر پیل شي. همداراز، ازبکستان د کرنې، زراعتي ناروغیو د درملنې، او مالدارۍ د پرمختګ لپاره د افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه.


د مولوي عبدالسلام حنفي سفر ازبکستان ته
د افغانستان د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لوړپوړي امارتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ، چې د ازبک چارواکو له رسمي هرکلي سره مخ شو. په دې سفر کې د سیاسي، اقتصادي، او فرهنګي همکاریو پر پراخوالي خبرې وشوې.
د ازبکستان له لومړي وزیر سره لیدنه
په دې ناسته کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اف د افغانستان د کانونو د استخراج او د ترانزیت د پراخوالي لپاره د خپل هېواد لیوالتیا څرګنده کړه. د “افغان ټرانس” ستراتېژیکه پروژه، چې افغانستان له مرکزي او سویلي آسیا سره نښلوي، د دواړو هېوادونو د اقتصادي ګټو لپاره مهمه وبلل شوه.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دا وروستي تعاملات د سیاسي، اقتصادي، او ترانزیتي همکاریو د لا پراختیا نښه ده. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې خپل اقتصادي ثبات پیاوړی کړي.

۱ اسفند | 9 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید