افغانستان، له هند او پاکستان سره د متوازنو اړیکو غوښتونکی دی

د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په رڼا کې
لیکوال: رحمت‌الله فیضان
افغانستان، چې په وچه کې محصور هیواد او ستراتیژیک موقعیت لري، هڅه کوي چې له خپلو ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او هند سره، متوازنې اړیکې وساتي. دغه هېواد، چې له لسیزو جګړو او بې‌ثباتۍ وروسته، د یوه سوله ‌ییز سیاست د پرمخ بیولو په لټه کې دی، غواړي خپلې بهرنۍ اړیکې د ملي ګټو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ تنظیم کړي. د همدې سیاست د څرنګوالي په اړه، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر، مولوي امیرخان متقي څرګندونې، یوه خپلواکه او واقع‌ بینانه تګلاره بیانوي، چې په رغنده تعامل ټینګار کوي او له غیرضروري شخړو څخه د ډډې کولو اصول رعایتوي.
افغانستان او پاکستان؛ پېچلې، خو ضروري اړیکې
د اسلامي امارت د فتوحاتو پر مهال، د پاکستان حکومت د افغانستان پر مخ خپلې دروازې وتړلې، په داسې حال کې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) موضوع هغه مهال مطرح نه وه. دغه اقدام، او ورپسې محدودیتونه، چې د کندهار او سپین بولدک تر فتحې وروسته وضع شول، د پاکستان د پالیسۍ د بدلون څرګندونه کوي.
وروسته له دې چې په ننګرهار کې د امنیتي تحولاتو په ترڅ کې، اسلامي امارت ځینې هغه وسله‌والې ډلې، چې له پاکستان سره یې تړاو درلود، بې‌وسلې کړې، د پاکستان حکومت پر خوست برید وکړ او د کونړ ولایت ته یې بې‌پیلوټه الوتکې واستولې. دا په داسې حال کې دي چې له افغانستان څخه پاکستان ته هیڅ ډول تهدید متوجه نه دی او افغانستان تل د دوستانه اړیکو د ساتلو هڅه کړې ده.
په ترانزیتي برخه کې، د افغانستان دروازې د پاکستان پرمخ خلاصې دي او هیڅ ډول خنډ نه ورته جوړوي. خو د پاکستان داخلي ستونزې، لکه سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونه، د دغه هېواد د پریکړو پر تګلاره اغېز کړی. سره له دې، د افغانستان د بهرني سیاست اصول روښانه، شفاف او د متقابل احترام پر بنسټ ولاړدی. افغانستان نه غواړي چې د پاکستان داخلي بحرانونه د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي، او لاهم په سیاسي او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي.
افغانستان او هند؛ تاریخي او ستراتیژیکې اړیکې
افغانستان او هند ژورې تاریخي، کلتوري او تجارتي اړیکې لري. له کوشاني دورې نیولې، د غزنوي، غوري او لودین سلسلو تر واکمنیو پورې، دا دوو هېوادونو پراخ تعاملات درلودل.
په معاصر تاریخ کې، هند د افغانستان د خپلواکۍ ملاتړ کړی او اوس مهال د دغه هېواد له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی.
هند د افغانستان په مختلفو برخو کې، د بیارغونې، د سلما بند، د افغانستان د پارلمان د ودانۍ جوړولو، د تعلیمي نظام پراختیا، او افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو په برخو کې مهم رول لوبولی دی. د همدې لاملونو له امله، افغانستان هوډ لري چې له هند سره خپلې سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې وساتي او پراخې کړي.
افغانستان ټینګار کوي چې له هند سره یې اړیکې د پاکستان پر زیان نه دي، او همدارنګه له پاکستان سره یې روابط، د هند سره پر همکاریو هیڅ اغېز نه لري.
افغانستان هیڅکله نه غواړي چې د پاکستان د خوشحالولو لپاره له هند سره خپلې اړیکې پرې کړي، او نه به د هند په خاطر، له پاکستان سره دښمني وکړي. د څلورو لسیزو جګړو او ناورینونو وروسته، افغانستان د اقتصادي پراختیا او سیمه ‌ییز ثبات په لټه کې دی او د همدې لیدلوري له مخې، له ټولو هیوادونو سره تعامل د ملي ګټو پر بنسټ تنظیموي.
د افغانستان بهرنۍ تګلاره د مثبت بې‌ طرفۍ، ښې ګاونډیتوب او ملي ګټو پر اصولو ولاړه ده. دغه هېواد، چې د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د یوه پل حیثیت لري، غواړي له پاکستان او هند سره متوازنې، رغنده او باثباته اړیکې ولري. افغانستان هیله لري چې د سیمې کړکېچونه کم شي، او اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې د دې لامل شي چې د سیمې خلک سوکاله او باثباته ژوند ولري.

۱۳ بهمن | 5 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید