لیکوال: خلیل تسل
وړمه ورځ ګڼو غربي رسنیو په خپلو خبري سروېسونو او لومړیو مخونو کې د «بشر دوستۍ» نړیوالې ورځې په مناسبت ددې ورځې او موضوع په تړاو غټ غټ عنوانونه خپاره کړي وو او بحثونه ورباندې کېدل. اصلي محور یې دا و چې ګني غربي هېوادونه ددې انساني اصل ایجادونکي او پالونکي دي، یا په بله اصطلاح د خپلې سترې لاسته راوړنې په توګه یې شرقي هېوادونو ته وړاندې کولی شي، خو بل اړخ ته په غزه او ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې د هغوی د سیاسي او پوځي حضور یا عملي کړنو دا ورځ په خورا ښه ډول «تجلیل» کړې ده!
د غربي هېوادونو د اتحاد او ځینو امنیتي او سیاسي تړونونو په رامنځته کېدو سره د دوی ټولو هېودانۍ ګټې د یوه براعظم په توګه په ملي ګټو بدلې شوې، یوه ویزه، یو بانکنوټ او یو پارلمان یا پوځي ټلوالې یې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله هم د هغوی د ملي ګټو په فصل کې ور زیاته کړې ده، خو له بده مرغه چې د دوی رسنۍ هم تش په نامه ازادې او د استعمار هغه معاصرې وسیلې دي چې په رنګینو عنوانونو سره زهرین پیغامونه شیندي او په لوی لاس د مظلومونو ملتونو په سترګو کې خاورې څه چې شګې شیندي او ځانونه داسې بشردوستان معرفي کوي چې د تاریخ په هر پړاو کې ګڼي د ستاینې مستحق دي.
په تېرو شلو کلونو کې د پوځي استعمار تر څڼګ د ازادو رسنیو په نوم د غربي رسنیو استعمار هم ژور او څرګند و او په دې یوازې هغه څوک ښه پوهېدل چې د رسنیو له فرهنګ، ژبې او ټرمینالوژۍ سره اشنا وي. د ژورنالېزم په اخلاقي اصولو دیني ارزښتونه، ملي او هېوادنۍ ګټې او د ټولنو ملي وحدت هغه سرې کرښې دي چې باید هره رسنۍ ورته درناوی ولري او له تحریف څخه یې ډډه وکړي، خو له بده مرغه چې د یوه ناړه تقلید او په اصطلاح د مډرنېزم او پرمختګ په نامه یې ډېر داسې موازین تر پښو لاندې کړل چې خپله دوی ایجاد کړي وو.
د ۱۳۹۲ کال په ساړه ژمي کې وردګو ته په سفر وم، تر مخ مو د امریکايي ځواکونو او ورسره اردو او اربکیانو ګډه قافله روانه وه چې په لاره د بمونو او کمینونو له وېرې ډېر ورو او سرتېري یې د سړک پر غاړو مخ پر چک ولسوالي پیاده روان وو، ملکي موټرو ته یې اجازه نه ورکوله چې ورڅخه مخکې شي، ځینې ملکي وګړي یې له کلیو څخه د سپر په توګه ورسره روان کړي وو چې ګڼ یې شهیدان هم شول. زه هم ناوخته کلي ته ورسېدم، سختې واورې ورېدې، کور ته ننوتم، د مهمانخانې دوازه مو په لغته ووهل شوه، ګورم چې د اردو بې شرمه عسکر له خپلو امریکايي بادرانو سره ولاړ دي، یو رامخکې شو ویل یې:
پوهېږو چې دلته طالبان شپې کوي، نن به دا مېلمستون زموږ خدمت کوي، بهر یخني او واوره ده، له مخې مو لرې شه او ته څه کاره یې؟ما خپل کارت ور وښود، ما ویل خبریال یم، په هېڅ صورت اجازه نه درکوم چې دې مېلمستون کې پاتې شی. یوه وخندل او د ترجمان په وسیله یې امریکایانو ته دا خبره وکړه، هغه بېرته راغی او وویل چې ته صبر ستا هم مسلکه درته راولو، له امریکايي ټانک نه یې دوه کسان چې پوځیانو ته ورته وو، راوستل او وویل:
همدا خبریالان دي، چې موږ نه پرېږدې دې مېلمستون کې به دوی وي، که څه ورباندې وشول مسوولیت یې ستا په غاړه دی. د زور خبره وه، خبریالانو ته مې وویل: تاسې خو دا وحشت او ظلم ګوری، څنګه خبریالان یاست، ولې له دې زیاتي سترګې پټوی، ملکیان او د هغوی کورونه د سپر په توګه کاروئ؟ په مغرورانه انداز یې وویل: موږ د عمومي پالیسي تابع یې یو او عملیاتو ته پوښښ ورکوو، لطفا مزاحت مه کوه!
له بده مرغه چې دغه ناوړه کلتور ګڼې افغاني رسنۍ په ځانګړي ډول څو ټلویزیونونه هم بد اموخته کړل او څه سوژې به چې د هغوی له خوا ورکول کېدې، تعقیبولې یې، حتی همغه جمهوریت چې دوی رامنځته کړی و، هم د دوی د تخریب هدف و، او په اسلامي امارت پسې بد رد او تبلیغات خو یې اصلي دنده وه، حتی پښتون قوم یې هم طالب، ترهګر او د مدنیت ضد معرفي کړی و.
ملي ګټې څه ته وايي؟ ملي ګټې تر ټولو وړاندې د یوه ملي دولت او حاکمیت په اډانه کې تعریف کېدلی شي، په ملي ګټو کې د هېواد په سرحدونو او بهرنیو استازولیو کې له معنوي او مادي کلتور رانیولې تر ټولو هغو ارزښتونو پورې شیان په کې شامل دي چې یو ولس ورباندې پېژندل کېږي او هېواد ته اصلي هویت او شخصیت ورکوي.
کله چې رسنۍ له ملي ګټو او ملي ارزښتونو څخه پوهاوی ولري، بیا یې په اډانه کې خپله خپرنیزه کړنلاره هم ترتیبولی شي او له حاکم دولت سره د جواز په بڼه د یوه تړون له مخې عمل کوي، چې له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې ګڼو رسنیو خپله دغه ژمنتیا تر پښو لاندې کوله، قومي، ژبنیو او منطقوي تعصباتو ته یې لمن وهله، تنظمي او ګوندي رسنۍ فعالې وې، ګڼو هغو یې یوازې د یوې ژبې او قوم لپاره کار کاوه، ملت او هېواد یې په پام کې نه و نیولی. د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼې رسنۍ، چې بهرنۍ مالي او سیاسی ملاتړ یې درلود، لا هم په همغه فکر وې او اسلامي امارت ته یې د یوه حاکمت دولت پر ځای د طالبانو، تحریک او ډلې کلمې کارولې چې ملي ګټې او ټرمینالوژي یې نه ایجابوي.
د ملي ګټو خوندیتوب د هرې رسنۍ او خبریال مسلکي او ایماني دنده ده، حتی د رسنیو په اصولو کې هم ویل کېږي چې که چېرته یو خبر، یوه موضوع او یو تحلیل هر څومره حقیقي او پر اسنادو ولاړ هم وي، خو چې د خپرولو تر ګټې یې ملت، هېواد او په ټوله کې ملي ګټو ته تاوان ډېر وي، نو بیا یې تر خپرولو نه خپرول بهتره دي، همداسې که یوه سوژه ډېره پر حقیقت ولاړه هم نه وي، خو تبلیغ یې د ملي وحدت او ملي ګټو ساتنې یا پیاوړتیا لپاره مهم وي، د خیر په نیت یې خپرول رسنیز جواز لري.
له نېکه مرغه چې اوس دا ډول رسنۍ فلتر شوې، د ملي ګټو او ارزښتونو تبلیغ څه ناڅه عام شوی دی، د جګړې خبریالي تقریبا پای ته رسېدلې او رسنیو ته بویه چې د سولې، ابادونې او پخلاینې په ډګر کې د څېړنیز ژورنالېزم روحیه عامه کړي او پر داسې سوژو کار وکړي چې هم د خبریال خوندیتوب په کې وي او هم د ژورنالېزم رښتینی اصالت چې خیر رسول، پوهاوی او د یوې با خبره ټولنې رامنځته کول دي، عام شي.
البته رسنۍ باید هېڅکله هم د تشو تبلیغاتو وسیله او لوری نه شي، د ولس ستونزې او غوښتنې انعکاس کړي، سالمه نیوکه او د سمون په موخه کره کتنه وکړي، خو ارزښتونه او ملي ګټې سپکې نه کړي، په هغه صورت کې د حکومت دفاع وکړي چې د خلکو په خوښه او پر ارزښتونو برابر روان وي. د همدې موخې د غوره تحقق لپاره اوس همداسې زمینه مساعده شوې ده، رسنۍ د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې نه دي، د خپراوي ازادي لري، خو د اسلامي او ملي ارزښتونو، ملي ګټو او ملي ټرمینالوژي ته د سپکاوي په صورت کې د کنټرول او څار بشپړ واک لري او د نړۍ په ټولو هېوادونو حتی امریکا کې هم یوه معمول چاره او د وخت غوښتنه ده.
اوس ددې اړتیا ده چې په رسنیو کې مسلکي کسان وګومارل شي، هغوی چې ژورنالېزم یا ادبیات یې نه وي لوستي او رسنیو ته د شوق له مخې راځي، باید د ملي ګټو، ارزښتونو او ټرمینالوژۍ په باب ورته لنډ مهاله او اوږده مهاله روزنیز ورکشاپونه جوړ شي، د امارت له سیاسي او نشراتي پالیسي څخه بشپړ خبر ولري او هغوی چې مسلکي دي، یاني اړوند پوهنځي لولي، باید چې په تدریسي کاریکولم کې د ملي ګټو او ارزښتونو په باب هم ورته تدریسي او روزنیز مواد زیات شي.
دیدگاه تان را بنوسید