د رسنیو سواد او زموږ مسؤلیت

لیکوال: قاصد افغان

ټول وسایل او ماشینونه چې تولید شوي او کارول کیږي په عمومي ډول یو ډول لیبل یا برچسپ لري چې د وسیلې یا ماشین د فعالیت او کارولو په اړه معلومات ورکوي مګر یو تعداد محدود شمیر وسایل دا لیبل یا برچسپ نلري.
یو له هغو وسیلو څخه چې لیبل شوی نه دی او معلومات پکښي لیکل سوي نه دي، ټلویزیون او نور ټولنیز پلټ فارمونه دي چې د رسنیو کارولو او باور کولو څرنګوالی نه زده کوي، بلکه دا زده کوي چې څنګه یې فعال او بند کړي.
له بده مرغه زياتره خلک پرته له دې چې د رسنيو په برخه کې ماهرين وي(هغه خلک چې د رسنيو په برخه کې يې پوهه ترلاسه کړې وي) رسنۍ او د هغوی څخه څرنګوالي ګټه اخیستل نه پيژني او نپوهیږي، له همدي امله، دوی د رسنئ له اعلاناتو څخه اغیزمن کیږي.
د رسنیو د پوهې او سواد پوهه د دې لامل ګرځي چې د حق او باطل ترمنځ توپیر وشي او د رسنیو له تګلارو سره اشنا شي او پوه شي چې رسنۍ خپل رښتیني او حقیقي رسالت په سمه توګه سرته رسوي او که یوه ځانګړې، پلان شوې او مخربه وسیله ده.

۲۴ دی | 1 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید