تفکر

لیکوال: مولوي احسان الله حارث

عقل د الله تعالی له طرفه یو ځانګړی نعمت دی او د دې لپاره راکړل سوی چې د الله تعالی په قدرتونو، حکمتونو او مخلوقاتو کې تفکر وکړو، له یو اعرابي څخه چا پوښتنه وکړه چې: ته د الله تبارک و تعالی پر موجودوالي کوم دلیل لــري؟
اعرابي پدې ډول جواب ورکړ چې: چې زه کله پر لاري د یو حیوان د پل نښې وينم، یا پر لاري د اوښ (پوچي) وينم، نو دا پــردي دلالت کوي، چې پردي لارې یو څوک تللی دی! نو دا دومره پــراخه مځکه، اسمانونه، دریابونه، ډول ډول نباتات، حیوانات، کائنات او غرونه…. ټول پردي دلالت نکوي چې یو څوک سته چې دا ټول شیان یې په خپل قدرت باندي پیداکړي؟! حتما دا ټول پــردې دلالت کوي چې یو سترپیداکونکی ذات سته چې هغه دا ټول پیداکړي دي.
نو راځئ! له تفکر او عقل څخه کار واخلو، عقل د همدې لپاره متعال رب پیدا کړی چې خپل خالق او مالک په و پېژنو، راځئ! یوه شیبه د متعال رب د قدرتونو ننداره په خلوت کې وکړو او خپل عقل د اخرت په ګټه وکـــاروو.

۱۸ بهمن | 1 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید