د اسد ۲۴مه؛  يو نوی پيل

لیکوال: احمد منصور عصمتي

افغانستان د انګرېز او شوروي اتحاد د يرغلونو وروسته دوه لسېزي د غربي خونخوار ښکېلاک تر يرغل لاندې وو.

هغه د امپراتوريو هديره چې هر جابر پکې ژوند نشې کولی، دا ځل امريکا د انګرېز او شوروي پوځونو څخه په نه تجربي افغان خاوره يرغل کړه.

دې خاوره کې د انسانيت په جامه کې وحښي يرغلګرو بي‌شميره ظلمونه وکړه، هغه څه چې دلته دوه لسېزي له مظلوم ولس سره وشول انسانيت ترې شرمېږي، خو دلته د تير په څير يرغلګر د آرام ساه نشې اخيستلی، د انګرېزانو ککرۍ خاورې شوي، شوروي اتحاد ټوټي ټوټي شو او غربي ښکېلاک هم دړي وړي شو.

ددوی تر څنګ ددې خاورې څو غوليدلي او اجيره مليشه هم ولاړ وه او د ولس په شکنجه کولو لګيا وه تر څو خپل بادار يې خوښ وي.

خو دا د ستر امپراتور سلطان محمود غزنوي مدفن دی، د احمدشاه ابدالي خاوره ده، بچيانو يې هيڅکله پر خپل ديني ارزښتونو او حاکميت باندې تيری ندی زغملی.

اسلامپال ځوانانو د شر او فساد او يرغلګرو خلاف په لږو مادي امکاناتو مقابله پيل کړه، د ابراهيمي ملت په خپل رب عظيم توکل وو چې د حق او باطل معرکه کې حق غالب او باطل مغلوب دی.

د دوه خونړيو لسېزو وروسته د يوې لويي ولسي قربانۍ په بدل کې، د لکونو سرونو په بيه، د بي‌شميره يتيمانو او کونډيانو په بدل کې، د استشهاد د لوړ فکر په برکت، د سرښندونکو ځوانانو د سرونو د قربانيو په برکت؛ ۳ کاله مخکې په همدې ورځ (د اسد په ۲۴مه) افغانستان يو لوی تاريخي بدلون وموند، هٰغسې بدلون چې د حاکميت واک د ډيموکراسۍ د پلويانو له لاسه ووت او افغان ولسي تحريک( اسلامي امارت) واک ته ورسېد.

د اسد څلورويشتمه د يو بيواک او چپې نظام د نړېدو ورځ ده، هغه ورځ چې ولس د اجيرو ځواکونو د ظلم او بربریت څخه خلاصون وموند او په ايماني جذبي پوښل سوی ځواک د خپل دين، ارزښتونو او هېواد ساتنې په پار له پاميره تر هلمنده په بشپړ ډول حکومت کوي.

افغانستان د ډيرو ناخوالو او جګړو کور تير شوی، رب تعالی دې همدا قيادت، همدا امن، ورورګلوي او د صمیمیت فضاء دايمه لري، د شته ستونزو باوجود اسلامي نظام د مؤمنانو د هوساينې امن کور دی، دا کور دې رب نه نړوي، کنه بيړۍ مو يوه ده، ټول غرقېږو.

 عظيم رب دې اوسنۍ نظام د هندوکش غوندې مضبوط وساتي.

آمين–

۲۴ مرداد | 3 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید