لیکوال: رحمتالله فيضان
تاپي د(ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند) د ګازو نلليکې پروژه په ۱۹۹۰م لسيزه کې، د اسلامي امارت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال مطرح شوه، خو د بېلابېلو ننګونو او په هېواد کې د سیاسي ثبات د نشتون له امله، د اسلامي امارت تر بیا واک ته رسېدو پورې وځنډېده.
له کلونو انتظار وروسته، په ۲۰۲۴ کال کې د دې پروژې عملي کار د افغانستان په خاوره کې پيل شو. په وروستيو اوونيو کې، د تاپي نلليکې غځولو بهير په هرات کې په چټکۍ سره روان دی، او تر اوسه له شپږ کيلومتره زیاته نلليکه د افغانستان په خاوره کې غځول شوې ده. د دې پروژې پرمختګ د هرات خلکو ته د خوښۍ زېری ورکړی دی.
اسلامي امارت د تاپي پروژې د امنيت ساتلو او د اسانتياوو برابرولو ته بشپړ ژمن دی او هېڅ فرد يا ډلې ته به اجازه ورنهکړي چې د دې پروژې امنيت ته زیان ورسوي.
دا پروژه د افغانستان اقتصادي تیر بلل کېږي او د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره به مهم رول ولوبوي. همدا راز، تاپي د افغانستان لپاره یوه لویه انرژي سرچینه ده، چې په ځانګړي ډول د هرات، فراه او کندهار ولایتونه به ترې استفاده وکړي. دا ګاز به د ودانیزو چارو او صنعتي فابریکو لپاره وکارول شي. سربېره پر دې، دا پروژه به لسګونه مستقيم او غيرمستقيم کاري فرصتونه رامنځته کړي.
افغانستان به هر کال د دې پروژې د ګازو ترانزیت له حقه ۵۰۰ ميليونه ډالر عاید ترلاسه کړي، چې دا عواید به د بنسټیزو پروژو، پراختيايي کارونو او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره وکارول شي.
د دې نلليکې يوه برخه د افغانستان داخلي مصرف ته ځانګړې شوې ده، چې د هرات، فراه او کندهار په ګډون د لوېديځو ولايتونو د سون توکو د کمښت ستونزه به راکمه کړي. د تاپي د عملي کېدو سره، افغانستان به د سیمې د انرژۍ د نښلولو پل وپېژندل شي او سیمهییزه اقتصادي همکاري او تعاملات به لا پیاوړي شي.
دیدگاه تان را بنوسید