غربي سينما د اسلامي فکر او کلتور په وړاندي

لیکوال: صابر جان محصل

هاليووډ په غربي نړۍ کي د هغې مشهورې سينما نوم دی کومه سينما چې له تيرې يوې پيړۍ راهيسي د نړۍ د بيلابيلو ملتونو افکار او کلتور تر هدف لاندې نيولي.
هاليووډ د مقدسې امساء په معنا ده او د امريکا په لاس انجلس ايالت کي د يوې ولسوالۍ نوم دی.
د هاليووډ سینما مرکز هم په ياده ولسوالۍ کي دی او ځکه په همدې نامه ياديږي.
د هاليووډ مرکز په ۷۷ مربع کيلومټره جوړ شوی دا دومره لوی مصاحت دی چي لوی فوځي بيزونه هم په همدې اندازه نه وي جوړ شوي، د دې مرکز علاوه په امريکا او نوره نړۍ کي نماينده ګۍ او څانګې لري. په امريکا کي د برطانيې په همکارۍ جوړ شوي هاليووډ کي له مختلفو هيوادونو سره تعلق لرونکي ۲۴۱۰۰۰ دوه لکه يو څلويښت زره انسانان په کار بوخت دي. او همدارنګه په هندوستان کي د باليووډ فلم انډسټري په نوم  يو بل سينمايي مرکز چې په نړۍ کي دوهم مقام لري پر هند د برطانيې د سلطې په وخت د انګرېزانو لخوا رامنځته شوی، په لندن، جنوبي کوريا،ترکیه، پاکستان، مصر او مراکش کي هم د فلمونو سترې انډسټرۍ(د فلمونو صنعتي مرکزونه) جوړ شوي چي د غربي هيوادونو په تمويل او حمايه چليږي. سعودي عربستان په دې ورستيو کلونو کي د سترې فلمي انډسټرۍ په جوړولو بوخت دی.
غربي او په ياده برخه کي ښکيل د سيمې هيوادونه په يادو فلمي سينمايي شرکتونو کي پانګونې کوي تر څو د فلمونو له لارې اقتصادي ګټې، د افکارو تخريب، د پردي فکر ترويج، د کلتورونو بدلون، د تاريخ د مسخه کولو هڅې او نور مهم اهداف تعقيب کړي.
د فساد د خپرولو دغه ستر مرکزونه د خپلو دجالي فعالتونو په ترسره کولو سره څو مهم اهداف تعقيبوي.

لومړی: اقتصادي ګټې.
څرنګه چې يادونه وشوه چې په يادو فلمي مراکزو کي په لوړ تعداد خلګ جذب شوي د همدې خلکو په روزنه، امکاناتو، وسايلو، وسايطو او په سينمايي ټيکنالوژۍ په لوړه اندازه لګښتونه راځې. ياد شرکتونه دغه پانګونې او لګښتونه د دې لپاره کوي تر څو د سينما، تلويزنونو او انټرنيټي سايټونو له لارې د فلمونو په خپريدو سره له غريبو ملتونو څخه پيسې ټولې کړي او ياد ولسونو بالخصوص ځوانان مصروف او له اقتصادي ګټو څخه محروم وساتي، په اسلامي نړۍ کي د اقتصادي ضعف، بيکارۍ او تنبلۍ له عواملو يو هم له يادو فلمي شرکتونو څخه توليد شوي فلمونه دي چې زدکونکي يې له زدکړو، ګاريګر يې له کار او همدارنګه ښځې او عام انسانان يې له چارو غافل ساتلي، د يادې حربې په استعمال سره د فلمي شرکتونو اقتصاد وده او د ملتونو په اقتصاد منفي اغېزې کوي. کيدای شي ډيری لوستونکي د فلمي طراحانو، اکټرانو او نورو لوبغاړو له شتمنيو خبر وي اکثره يې ميلونران او ځيني يي په ملياردونه ډالره شتمنۍ لري، او بلعکس د هغو ناخبرو د اقتصاد کچه به هم ورمعلوميږي کوم چي د يادو فلمونو معتادين دي.

دوهم: د افکارو تخريب.
فلم چي د حقيقي نړۍ په نسبت پکي اکثره خيالات، دروغ، کاذبانه تمثلونه او فحشا وړاندې کيږي. د ماشومانو ،ښځو او ځوانانو په رواني، اخلاقي، ټولنيز حالت او په کلتوري فضا منفي اغيزې لري. موږ تاسو د دې شاهدان يو چې له تيرو ۵۰ پنځوسو کلونو راهیسي د اسلامي ټولنې په رواني، اخلاقي، ټولنيز نظام او عنعناتو کي څومره لوی توپيرونه رامنځته شوي دي؟ همدا ژور توپيرونه د دجال د فساد له ځالو
د غرب د فلمي توليداتو په نتيجه کي رامنځته شوي، چي په نتيجه کي يې اخلاق، ټولنيز نظام او فرهنګ زيانمن کړی.
له لباس، خوراک، غم ښادۍ او له بي ځايه لګښتونو نيولې بيا د ژوند تر هرې برخې پوري اکثرو چارو پردی رنګ خپل کړی او دا هر څۀ د فلمونو له لارې ترويج شوي.
د پردي فکر او رنګ په ترويج سره مو خپل درانۀ او صميمنانه دودونه او رنګونه له لاسه ورکړي.

دريم: د تاريخ د مسخه کولو هڅې.
کوم فلمونه چې يادې سينماوې يې وړاندې کوي ۴۰% يې په تاريخي پيښو جوړ شوي وي دا داسې فلمونه دي چې د تاريخ د تحريف هڅه پکې شوي وي.په فلمونو کي د تاريخ د تحريف په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره مې بله مرجع پيدا نکړه ګوګل ته مې مراجعه وکړه چي ګورم هندی فلم د ستر احمد شاه بابا د ژوند او سلطنت په اړه جوړ شوی په ياد فلم کي هڅه شوي تر څو د مظلومانو ملګری احمد شاه بابا يو ظالم سلطان وښيې، دغه يې يوه بيلګه ده په انګليسي، عربي، اردو، فارسي او نورو مختلفو ژبو د زرګونو په تعداد داسي فلمونه جوړ شوي چي پکي د تاريخ د ستر  شخصيتونو د توهين هڅې شوي.
او د هغوي د کارنامو او په بشري ټولنه د احساناتو د پټولو هڅې پکي شوې. له دې کړنې څخه هدف د اتلانو د اتلولۍ پټول او د ظالمانو د ظلمونو پټول او د اتل په نامه تيرول دي.

غربي ادب، فرهنګ او ټولنيز نظام چې له هرې نګاه زيانمن شوی ټولنيز ژوند يې په فزيکي شکل له تاوتريخوالي ډک دی
نو ځکه په خيالاتو او کاذبو تمثلونو تکيه کوي او غواړي چي په فلمي ايکټونو سره ځان متمدن وښيې له همدې فلمي ايکټونو ور ها خوا نور څه نه دي ورپاتې. په خيالاتو تکيه چې په اسلامي ټولنه کي يو عيب ګڼل کيږې په غربي نړۍ کي يې معماران شخصيتونه بلل کيږي او په سترو ډاليو نازول کيږي.د اسلامي امت اديبانو، ليکوالانو او فکري رجالو لره پکار ده چې د فلمي فابريکو د توليداتو په مخنيوي کي د يادو توليداتو روږدي مريضانو ته داسي درمل او بديل اعتياد وړاندې کړي چې د فلمي معتادينو معالجه او هم د فکري تخريب مخه ډب کړي، او هم ټولنه له معنوي، اخلاقي، او د ټولنيز نظام له مشکلاتو وژغوري. 

۸ دی | 7 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید