څلورمه برخه
لیکوال: قاري بدرالدین فراهي
که د عقل څخه کار واخلئ او فکر وکړئ چې د دومره لوی باچا او مالک د قانون څخه هم یو څوک سرغړونه وکړي، نو دا به کوم عقل وي؟ په داسې حال کې چې د دنیا او مافیها مالک په خپل اخیرني کتاب قرآن کریم کې موږ ته په ښکاره ټکو د تیرو اُمتونو او پیغمبرانو بیان او قیصې کړي، چې په داسې ډول یې هغه قومونه هلاک کړل چې د خپل حقیقي مالک اطاعت او فرمانبرداري یې نکوله او د نورو عادیانو پیروي یې کوله. هغه عادیان چې خپله مخلوق وه، نو د مخلوق عبادت کول خو حقیقي مالک ته د منلو وړ نه دي.
نو واوره، اې د عقل خاونده!
که غواړې چې د دنیا او اخیرت د عذابونو څخه ځان وژغورې، نو د خپل حقیقي مالک اطاعت او فرمانبرداري وکړه، د رسول الله ﷺ پوره اطاعت وکړه او د خپل مذهب پوره تقلید وکړه تر څو دې د ژوند کښتۍ تر منزله سیده او هوسا ورسیږي. پیړۍ تیرې شوې، قومونه هلاک شوي، او په اخیر وخت کې قرار لرو، مرګ بې غږه او ناپامه راځي، څوک نه خبروي.
پای.
الله سبحانه وتعالی دې ټول مسلمانان د هدایت پر لور روان کړي.
الله سبحانه وتعالی دې ما او لوستونکو ته د خوږ پیغمبر ﷺ شفاعت نصیب کړي.
دیدگاه تان را بنوسید