لیکوال: قاصد افغان
د نړۍ وېش په لوېدیځ او ختیځ او د دوی ترمنځ سیالي تل د ډېرو لفظي او فزیکي بدلونو او شخړو لامل شوې دي.
لویدیځوال د خپلو زهرجنو او ناپاکو موخو د ترلاسه کولو لپاره، نړۍ یې په لویدیځ او ختیځ تقسیم او په بیلابیلو ډولونه هڅه په باچایې او بابايې کوي په ځانګړه بیا په اسلامې هېوادونو کي.
لودیځوال ډیر هڅه کوي ترڅو د مسلمانانو په منځ کې تفرقه او نفاق واچوي او له دي فرصت څخه په استفاده خپلو ناوړو موخو ته ورسیږي. دوي کوشش کوي ترڅو خپل کلتور، مذهب او مفکوره په اسلامي هېوادونو کې خپره کړي ترسو ځوانان جذب کړي.
له بده مرغه، ډیری هیوادونه د لویدیځ غلامانو او بادارانو لخوا اداره او رهبري کیږي، چې د خلکو په عقایدو، ایډیالوژۍ، کلتور او ژوند باندې یې ډیرې منفي پایلې درلودې.
په هرصورت، زموږ د مسلمان عقیدي له مخې، حق به راشي او باطل به مات شي. په دې وروستیو کې، موږ ولیدل چې په ټوله نړۍ کې، ختیځ هیوادونه، په ځانګړې توګه اسلامي هیوادونه، چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د لویدیځوالو او د اسلام دښمنانو لخوا مستعمره شوي وو، د جهاد، آزادۍ او له استعمار څخه د خلاصون په موخه د اشغالګرو په وړاندې راپورته شوي دي، او په خپلې زړورتیا او قربانیو سره کوشش کوي ترسو د اسلام اصول او احکام تطبیق کړي. ننۍ ورځ ټول شاهدان دي چې لودیځوال مات يې خوړلي دي او په نړۍ کې ښرمیدلي دي.
دیدگاه تان را بنوسید