قزاقستان د “اسلامي امارت” نوم د تور لست څخه لرې کړ

د روسیې د رسنیو د راپور له مخې، د قزاقستان ولسمشر جومارت توکایف ویلي، دا پرېکړه یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا او په دغه هېواد کې د اسلامي امارت د حکومت د اوږدمهاله ماهیت درک کولو په خاطر کړې ده.

توکایف دا خبره د ډله ایز امنیت د تړون د سازمان (CSTO) د غړو هیوادونو له ولسمشرانو سره په کتنه کې وکړه.

هغه ټینګار وکړ چې په سیمه ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ستراتیژیک لومړیتوب دی.

۱۴ خرداد | 1 دقیقه
دیدگاه تان را بنوسید