لیکوال: پوهندوی ګل رحمن رحماني
تېره اوونۍ د یوه ولایت امنیتي مسوول او پخواني جهادي مسوول د تېرې شلو کلونو په جریان کې د خپلې ډلګۍ د شهیدانو د ژوند لیکونو، یادښتونو او خاطرو چمتو کړې ټولګه د کتنې او اېډېټ لپاره را استولې وه چې تر اتیاوو پورې شهیدان یې په کې معرفي کړي وو، په دې کار یې خوښ شوم او د دې لیکنې انګیزه یې راکړه چې په ترڅ کې به یې ځینو مهمو ټکو ته د اطلاعاتو او فرهنګ او نورو مسوولو ارګانونو د پام ور اړونې لپاره ځینې یادونې وکړم.
افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې د نړۍ له څو امپراطوریو سره په مخامخ شوی او تر یو څه وخت اشغال او ظلمت وروسته یې د خپلو مېړنیو بچو پر مټ نه یوازې، چې ازادي اخیستې، بلکې همغه اشغالګر یې هم له خپل نړیوال ځواک او پرتم څخه غورځولی دی. د دې مېړانې تر شا له شک پرته چې زموږ د ولس اسلامي جذبه، له ازادۍ سره مینه او د قربانۍ ایماني او افغاني هوډ د ژوندي غره په څېر ولاړ دی.
دا چې د داسې معرکو په بهیر کې چا او څنګه قرباني ورکړې، له کومو وسایلو او لارو استفاده شوې، د غازیانو د روحیاتو او مبارزې په معنوي پیاوړتیا او ساتنه کې کومو فکتورونو ډېر رول درلود؟ ټول هغه شیان دي چې زموږ راتلونکي نسلونه په موږ حق لري چې د یوه تاریخي درس په توګه ورڅخه خبر شي او عبرت ورڅخه واخلي. ځکه چې دوی هم د تاریخ په راتلونکو پړاوونو کې له همداسې پېښو سره مخ کېدونکي دي او باید په معنوي او مادي لحاظ یې دفاع او مدیریت ته چمتو وي.
له بده مرغه چې افغانستان لا هم د خپل فرهنګي او جهادي تاریخ داسې یو ارشیف نه لري چې دا مواد دې په کې خوندي شوي او مستند شوي وي، لاملونه به یې هم مختلف وي، یا له هر چا سره شخصي پاتې شوي او د وخت په تېرېدو سره د همغه کس د شخصي ملکیت برخه ګرځېدلې ده. که نورو هېوادونو ته وګورو، دوی بیا دغه کار کړی او د خپلو کوچنیو لاسته راوړنو او حتی جعلي بریاوو د تصویر او اثبات لپاره یې هم موزیمونه او ارشیفونه جوړ کړي دي.
د تاریخ د دې لړۍ تر ټولو وروستۍ کړۍ د امریکايي – اروپايي اشغال پر وړاندې شل کلنه مبارزه وه چې زموږ د معاصر تاریخ په زړه کې ثبت شوې تر ټولو ستره حماسه ورته ویلی شو. د دې حماسې په بهیر کې افغان زلمیانو له هر ډول وسایلو څخه ګټه واخیسته چې ځينې یې خورا ابتدايي او له داسې وسایلو جوړ شوي وو چې ممکن راتلونکي نسلونه به ورباندې باور هم ونه کړي. د افغانستان حکومت له بیا راتګ او یا تېرو درېیو کلونو به تر دې دمه څه ناڅه کارونه شوي وي، خو لا هم ددغه جهادي بهیر ګڼ فرهنګي مواد خواره واره پراته دي او شاید ځینې یې د ثبت او راټولونې اړتیا هم ونه ویني.
په دې کې شک نشته چې له شل کلنې مبارزې سره زموږ او د اوسني نسل واټن نږدې او تازه دی، هر څه مو په یاد دي، خو د زمان په تېرېدو سره د هېر له ګواښ سره مخ کېږي. په همدې سبب اړتیا ده چې ځینو برخو ته پاملرنه وشي، ځکه چې له وسله والې مبارزې سره فرهنګي او فکري مبارزې هم خپل ځای درلود او د عامه اذهانو د تنویر یا بهرنۍ میډیا پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره قلم او فرهنګ ته سخته اړتیا وه.
مجلې او خپرونې: د شل کلن اشغال پر وړاندې د وسله والې مبارزې تر څنګ ګڼې سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي خپرونې او اخبارونه هم په میاشتني او مهالني ډول خپرېدل چې دا جریان په کې په یوه ډول ثبت شوی او تر څنګ یې له علمي او دیني اهمیت څخه هم برخمنې دي، باید چې دا مجلې د کلیکسیون په بڼه خوندي او د با اعتباره ماخذونو په توګه د عامه لاس رسي وړ هم وګرځي.
ترانې او شعرونه: ترانې او شعرونه د فرهنګي مبارزې او جهادي سنګرونو د تاوده ساتلو یا دعوت غوره اغېزناک وسایل وو، چې په هر ډول حالاتو کې د روحیې د لوړ ساتلو لپاره ویل شوې او اوس هم ویل کېږي، که څه هم ارشیف به یې موجود وي، خو باید له چاڼ وروسته په عصري وسایلو په مسلکي ډول خوندي شي او د خرابېدو یا ضایع کېدو وېره یې نه وي، ځکه چې که یو مهال یې څوک د متن خوندي کولو اړتیا وویني، نو په اسانه ورڅخه لیکل کېدلی شي، د دې تر څنګ څېړونکو ته هم د ترانو متن مهم دی چې د غوښتنې پر مهال باید په لاس ورکړل شي.
ویناوې: د مشرانو ویناوې هم د جهادي جذبو د ساتنې، د فرهنګي موضوعاتو او مشاعرو په برخه کې ډېرې اغېزناکې وې، تر څنګ یې ګڼې مناسبتي ویناوې پر یوه اړخ رڼا اچوي او ډېرې کمې دا ویناوې به له شفاهي بڼې لیکنۍ شوې وي، ځکه خو اړتیا ده چې دا ویناوې له ټولو پیغامونو سره په لیکني او غږیزه بڼه خوندي او د فرهنګي ارشف برخه وي.
مورچلونه: مرچلونه د غازیانو کورونه وي، په تېرو شلو کلونو کې ګڼ داسې کلي او مورچلونه وو چې ممکن په عادي حالت کې یو ساعت تېرول هم په کې ستونزمن وي، خو هغه مهال په شپو شپو او کلونو کلونو د مبارزې محورونه وو، چې شاید لا هم د شهیدانو په وینو سره وي، ځکه یې تثبت او ساتنه فرهنګي اړتیا ده، ځکه چې د مسوولینو د پوځي بصیرت او مېړانې تصویر وړاندې کوي.
مزارونه: د جهادي او فرهنګي مبارزې په زرګونو لارویان د شهادت لوړو مقامونو ته رسېدلي دي، ممکن ډېر کم یې مشخص او پېژندلي مزارونه ولري، خو ګڼ نور شته چې اوس هم د خاص او عامو د عقیدت او درناوي مرکزونه دي، باید چې تثبت او خوندي شي، څو د شهیدانو د قربانۍ او د هغوی د کورنیو یا ملګرو د زړه تسل ورباندې وشي او په راتلونکي کې د مېړانې سیمبولونه وګرځي.
ویډیوګانې: د ګڼو عملیاتو، روزنو او بریدونو ویډیويي بهیرونه موجود دي، خو دا چې د جنګ حالت او سختو کې اخیستل شوي، لوړه کوالېټي یا کپشن او متن نه لري، اوس اړتیا ده چې د تخنیکي وسایلو په مرسته هم لارښوود متن ولري، حتی په نورو ژبو یې ژباړه وشي او هم په لوړ کیفیت عیار او له ورکېدو یا خرابېدو څخه وژغورل شي.
مستندونه: پخوا که څه هم په ځینو سیمو، ځایونو او اشخاصو لنډ او واړه مستندونه جوړ شوي وو، خو د کیفیت او ویډیو یا غیر معیاري تخنیکي وسایلو د کارونې په سبب پر ټلویزیون یا بل سکرین د ښودونې پر مهال خپل کیفیت بایلي. اوسمهال چې امن دی او امکانات هم شته، باید چې ځینې مستندونه له سره جوړ او معیاري سکریپټ ورته ولیکل شي، دا به هم د هېوادوالو او هم بهرنیو څېړونکو یا خبریالانو لپاره یوه غوره مرجع وي.
د جګړې وسایل: د شل کلنې مبارزې پر مهال له هر ډول ساده او پرمختللو وسایلو څخه ګټه اخیستل شوې ده، موټرسایکل، موټر بم، استشهادي واسکټ، بوشکه او نور… چې د امریکا او اروپا د معاصرې پوځي ټکنالوژۍ د ماتې ناکامۍ سبب شول، په دې ارزي چې خوندي او راتلونکو نسلونو ته وښودل شي، ځکه چې دا هغه بهانه دوی څخه اخلي چې جګړې د وسایلو په انډول نه، بلکې د ایمان او عقیدې یا د مبارزې د تقدس په تله تلل کېږي.
شهیدان: شهیدانو ته د تاریخ د اسمان ستوري وايي، ګڼ نوم ورکي شهیدان چې ځینې یې بیخي د کورنۍ پاتې اثار هم نه لري او بشپړې کورنۍ قرباني شوې، اړتیا ده چې ددې شهیدانو ژوندلیکونه، تصویرونه او یادګارونه خوندي شي، هم به یې د کورنیو تسل وي او هم به راتلونکو ته د ایثار او قربانۍ د الګوګانو په توګه پاتې وي.
عکسونه: په تېرو شلو کلونو کې د تصویر او ویډیو ګڼ وسایل هم راووتل، هر چا چې یوه ځیرک موبایل ته لاس درلود، نو کمره او عکاسي یې هم کولی شوه، که څه هم معیاري به نه وه، خو د مبارزې د پېښو غوره او مستند عکسونه باید پوځي او ملکي اشخاصو را ټول او خوندي شي.
د ثبت ځایونه او لارې
په پای کې دا پوښتنه مطرح کېږي چې دا مواد څنګه را ټول او چېرته خوندي شي؟ پر ځای پوښتنه ده، لومړی خو هر ملکي کس او مجاهد په داوطلب ډول باید داسې مواد د یوه فرهنګي خدمت او جهادي بهیر ته د درناوی په موخه وسپاري، له دې پرته ځینې جایزې او انعامونه ټاکل هم کولی شي چې د خلکو پام دې برخې ته راوړلي او یو ځانګړی جهادي او فرهنګي موزیم ورته جوړ شي. د راټولنې چارې یې لاندې ارګانونه تر سره کولی شي:
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه: د هر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خپلو اړوندو امریتونو پر مټ کولی شي چې د سیالیو، غوښتنلیکونو او ځینو انعامونو په ټاکلو او اعلان سره د خپل ولایت فرهنګي څېره تشخیص او د اړتیا وړ توکي یې په خپل دفتر کې ثبت کړي، که د ثبت امکانات نه وي، د هېواد مرکز کې یې هم د خپل ولایت په نامه خوندي او ساتلی شي.
ملي راډیو ټلویزیون: ملي ټلویزیون چې اوس الحمدالله د جګړې او نورو سیاسی جنجالي بهیرونو له خپراوي څخه خلاص دی او یوازې د ژوند عادي بهیر خپروي، نو ښه موقع ورته مساعده ده چې اوس تولیدي برخو ته پام وکړي او د خپلو ولایتي دفترونو په مرسته په دې برخه کې سمعي او بصري مواد ارشیف کړي چې دا کار به یې څه ناڅه کړی هم وي، خو بسنه نه کوي.
د ویندویانو دفترونه: هر ولایت فرهنګي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو یا د ویاند دفترونه لري چې دنده یې یوازې د ولایت د ورځنیو کارونو او پېښو انعکاس نه دی، بلکې مسوولیت لري چې د ولایت د فرهنګي ودې، عامه پوهاوي او فرهنګي پانګې د خوندیتوب لپاره هم هڅې وکړي چې د خپل صلاحیت څخه په ګټه اخیستنې له نورو ولایتي ادارو هم دا ډول مواد را ټولولی او خوندی کولی شی.
ملي ارشیف او موزیم: په دې وروستیو کې د مزار شریف په روضه کې یو موټر سایکل او بوشکه چې د جهاد پر مهال مهم وسایلو وو، په موزیم کې کېښودل شول، اړتیا ده چې ارشیف او موزیم وخت پر وخت اپډېټ شي او د هرې دورې او حتی هر کال اړوندې لاسته راوړنې په خپله غېږ کې په مسلکي ډول وساتي. که څه هم په دې برخه کې ممکن ډېر توکي زما له ذهنه پاتې وي، خو موخه مې دا ده چې په دې ډول غواړم د فرهنګیانو او فرهنګي مسوولینو پاملرنه دې برخې ته را واړوم، د ثبتونې وسایل او لارې یې هم د ځانګړو میکانیزمونو او مسلکي کسانو د ګومارنې له لارې تر سره کېدلی شي. مثلا کېدی شي چې د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د تیاتر او سیمنا څانګو محصلینو یا هم افغان فلم ته ځينې پروژې ورکړل شي، څو دا کار په مسلکي ډول تر سره کړي.
دیدگاه تان را بنوسید