د انارو صادرات و قزاقستان ته

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر پاڼه کې راغلي، چې د تور غونډۍ بندر له لارې د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ ټنه انار صادر شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، قزاقستان ته د اسلامي امارت د پلاوي له سفر او دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د څو هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته دا لومړۍ کڅوړه ده چې الماتا ته صادریږی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د انارو د یوه صادرونکي له قوله ویلي دوی غواړي قزاقستان ته د انارو صادرات زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت په هېواد کې د خصوصي سکټور وده او ملاتړ خپل لومړیتوب بللی او نورو هېوادونو ته هم د افغاني محصولاتو صادرولو ته لارې چارې لټوي.

۸ آبان | 1 دقیقه
کټګورۍها: اقتصادي
دیدگاه تان را بنوسید