لیکوال: صابر جان محصل
کلتوري او فکري رنګونه د یوې ټولنې هغه مهم عناصر دي چې د ژوندانه د طرز، عقایدو، ارزښتونو، دودونو، عنعناتو، هنرونو، ادبیاتو، ژبې، مذهب، او ټولنیزو اړیکو مجموعه ده. دا هغه ټولنیز نظام دی چې د خلکو د ژوند طرز تنظیموي او له نسله تر نسله انتقالېږي.
په اوسني عصر کې چې څومره د تخنيک، علم او ټيکنالوژۍ ګړندی یون پرمخ روان وي په همغه اندازه به د نړۍ د تمد نونو او ټولنو ترمنځ د فرهنګونو، افکارو او عقایدو اختلاط رسیدل، او مقابله ګړندۍ کیږي، هر څوک به هڅه کوي تر څو خپل افکار تجربې، ثقافت او فرهنګ ډیر په بيړه د نورو لاس ته ورسوي او هغوي پرې قانع كړي، څوک چې په دې مسابقه کې ګړندي گامونه اخلي او لاس په کار دي، هغوی به تر نورو مخکې خپل هدف ته رسيږي او څوک چې لاس تر زنه ناست وي، هغوی به د کلتوري توفانونو په گردابونو کې را ايسار وي. مونږ افغانان هسې هم په دې سیالۍ کې ډیر وروسته پاته يو نورو ته د خپل ثقافت رسول خو لاڅه چې په دې فرهنګي جگړه کې د ځان ساتلو توان هم نه لرو، له بده مرغه د خپل اسلامي فرهنګ د سم پیژندلو فرصت هم چا رانکړ، له بلې خوا د عصري علومو،تکنالوژۍ او د هنرونو له کاروانه هم ډیر وروسته پاته يو، نو ځکه ډير ځله د ښه او بد تمیز را څخه ورک شي د خوږو او ترخو مزه را څخه هیره شي، دومره خوش باوره یو چې هر دښمن مو په دوستۍ کې وهي، او د هر چا خبرې ته د هو سر ښوروو، ددې لپاره چې خپل اصیل اسلامي فرهنگ او د ژوند حقيقي لاره مو ورکه کړې نه وي، په دې پردي ثقافتي يرغل کې یوه کوچنۍ وسله له ځان سره ولرو، پکار ده چي لومړی د شريعت په چوکاټ کي له افغاني دود او کلتوره ځان خبر کړو او بيا يې ساتنه او د پرديو افکارو او بيګانه دودونو مخنيوی وکړو.
ځوانه ټولنه مو په علمي مراکزو کي په ځای ده دې چي علمي پرمختګ، نوښتونه او اختراعات رامنځته کړي، فيشن راڅخه يرغمل کړې، او په اجتماعي نړۍ کي ګيمونو او ټيکټاک قيمتي وختونه ترې سلب کړي، تر څو چي دا علمي او ځوان کهول د فیشن له يرغمل او په ټولنيز نظام کي د پردي کلتور له اغيزو، انحراف او عبثياتو خلاص شوی نه وي د پرمختک خيال او مهال دی.
دیدگاه تان را بنوسید