لیکوال: رحمتالله فیضان
یادونه: د دغه یاداښت مطالعه هغو کسانو ته ګټوره ده چې په امنیتي، حقوقي او ډیپلوماټیکو برخو کې کار کوي.
په نننۍ نړۍ کې چې هېوادونه د ډیپلوماټانو له لارې یو له بله سره اړیکې نیسي، دا ډېره مهمه ده چې ډیپلوماټان وکولای شي خپل مسؤلیتونه پرته له وېرې، مزاحمت یا ګواښ څخه ترسره کړي. له همدې امله، نړیوالې ټولنې یو اصولي نظام”ډیپلوماټیک مصونیت” په نامه رامنځته کړی دی. دا مصئونیت ډاډ ورکوي چې ډیپلوماټان به د کوربه هېواد له حقوقي فشارونو څخه خوندي وي او کولی شي خپل رسمي مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي.
د “مصونیت” او “امنیت” ترمنځ توپیر:
امنیت: یو عمومي مفهوم دی چې د خطر، ګواښ یا زیان پر وړاندې د ساتنې مانا لري، او فزیکي، رواني، ټولنیز، اقتصادي او ملي اړخونه پکې شامل دي.
مصؤنیت: د مجازاتو، قانوني تعقیب یا مسؤلیت څخه د خوندي والي مانا لري. دا اصطلاح ډېر کله په حقوقو، طب او ډیپلوماسي کې کارېږي.
لکه: ډیپلوماټیک مصؤنیت ( یعنې یو ډیپلوماټ د عادي خلکو په شان قانوني تعقیب ته نه وړاندې کېږي ).
په لنډ ډول:
امنیت یعنې د خطر څخه ساتنه.
مصؤنیت یعنې له مجازاتو یا قانوني تعقیب څخه مستثنی کېدل.
ډیپلوماټیک مصؤنیت څه شی دی؟
ډیپلوماټیک مصؤنیت د هغو حقونو او امتیازاتو مجموعه ده چې یو هېواد یې خپلو استازو ته په بل هېواد کې ورکوي، څو هغوی وکولای شي خپل مسؤلیتونه پرته له قانوني محدودیتونو ترسره کړي. ډیپلوماټان دا ماموریت لري چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پل جوړ کړي، ستونزې حل کړي او د خپل هېواد ګټې وساتي.
د ډیپلوماټیک مصؤنیت بېلګې:
۱. شخصي مصؤنیت: ډیپلوماټ نه نیول کېږي او نه پلټل کېږي. مثلاً، که یو ډیپلوماټ د ډیپلوماټیک پاسپورټ سره په خپل شخصي موټر کې وي، نو د پاسپورټ له ښودلو وروسته پولیس حق نه لري چې هغه ودروي یا یې وپلټي. ځکه په هر ځای کې چې ډیپلوماټ حضور پیدا کړي ، هغه ځای د ده لپاره مصئون ګڼل کېږي، یعنې مصؤنیت د ډیپلوماټ نه بېلېدونکی حق دی.
۲. د ډیپلوماټیک پاسپورټ اهمیت:
د وېن کنوانسیون له مخې، د دا ډول پاسپورت لرونکی له قانوني تعقیب، نیونې او تلاشي څخه معاف دی.
ډېری هېوادونه وڅخه ویزه نه غواړي یا ژر ویزه ورته صادروي.
په هوایي ډګرونو، بندرونو او پولو کې ورته ځانګړي خدمات وړاندې کېږي.
دا پاسپورټ ښيي چې لرونکی یې د خپل هېواد رسمي استازی دی.
۳. د استوګنې ځای مصؤنیت: د ډیپلوماټ کور، موټر او اسناد د کوربه هېواد له لوري نه شي پلټل کېدای.
۴. د مکاتباتو مصؤنیت: د ډیپلوماټ لیکونه او اړیکې باید محرم او خوندي پاتې شي.
۵. د مالیاتو او ګمرک څخه معافیت: ډیپلوماټ له ځینو مالیاتو او ګمرکي محصولاتو معاف دی.
د ډیپلوماټیک مصؤنیت محدودیتونه:
ډیپلوماټیک مصؤنیت مطلق نه دی. که یو ډیپلوماټ د کوربه هېواد قوانین تر پښو لاندې کړي یا ناسم چلند وکړي، نو د هغه هېواد چې استازییې دی، کولای شي مصئونیت یې لغوه کړي. همداراز، کوربه هېواد کولای شي هغه “نامطلوب عنصر” اعلان کړي او له هېواده یې وباسي.
د ډیپلوماټ سره د ناسم چلند پایلې:
د وېن د ۱۹۶۱م کنوانسیون پر بنسټ، ډیپلوماټ د نیونې، توقیف او زور له استعمال څخه مصئون دی. د دې اصل نقض د نړیوالو حقوقو خلاف ورزي ګڼل کېږي.
همداراز، دا کار سیاسي کړکېچ، متقابل عکسالعمل، نړیوال اعتراض او اقتصادي زیانونه درلودلای شي.
پایله:
ډیپلوماټیک مصؤنیت د هېوادونو ترمنځ د اړیکو، اعتماد او همکارۍ یو مهم بنسټ دی. دا مصؤنیت ډیپلوماټانو ته زمینه برابروي چې خپل مسؤلیتونه مؤثر ترسره کړي، خو باید له دې امتیازه ناوړه استفاده و نه شي. اړینه ده چې د مصؤنیت او مسؤلیت ترمنځ توازن وساتل شي، تر څو هم اړیکې خوندي پاتې شي او هم د قوانینو درناوی وشي.
همدارنګه، هغه کسان چې په امنیتي، حقوقي او ډیپلوماټیکو ادارو کې کار کوي، باید د ډیپلوماټیکو ظرافتونو ته جدي پاملرنه وکړي، د هېواد د قوانینو مطابق عمل وکړي، او هیڅکله خپل احساسات، سلیقه یا شخصي نظر پکې شامل نه کړي.
دیدگاه تان را بنوسید