لیکوال: پوهنمل صبغت الله صفدرپیرکوتی
نن سبا په ټولنه خصوصا په میډیا کې د مسلمانانو لپاره اوخصوصا د هغو کسانو لپاره چې د جهاد په نوم یو اسلامي حرکت یې پیل کړی وي، د دهشت ګرد، تروریست، او تندلارو وغیره الفاظ کاروي، ځیني خوله دومره وړاندې هم لاړشي چې هرهغه څوک چې چیرته یو داسې کار ترسره کوي چې د دوی د طبیعت، مزاج او خواهش پرستي خلاف وي، نو هغوی وايي چې نعوذبالله دغه هرڅه چې کوي دغه د دې له کبله چې دغه کس مسلمان دی او حال دا چې ظلم اواسلام اور او اوبه دي چې په هیڅ وخت کې نشي جمع کیدای، اسلام د محبت دین دی او هغه ټولنه خپله د دې لپاره هڅوي چې هغوی د همدې ناوړه کړنو څخه ځان وژغوري، الله عزوجل په قرآن کې فرمايي چې مفهوم یې په دې ډول دی: اې مسلمانانو! تاسې په امن او سلامتیا کې په پوره توګه باندې داخل شئ او تاسې د شیطان د قدمونو پیروي مه کوئ! البقره: ۲۰۸، او په یو بل ایت کریمه کې راځي: چې تاسې په ځمکه کې د اصلاح څخه وروسته فساد مه کوئ! الاعراف:۵۶. او دا هرڅه چې پیداکیږي هغه د ظلم وحشت او بربریت او د انسانانو په ناحقه وژلوڅخه پیداکیږي او د اسلام په مقدس دین کې د همدې تاوتریخوالي څخه منع راغلې ده الله عزوجل فرمايي: د هغې چا وینه چې الله عزوجل حرامه کړیده نوهغه تاسې مه وژنئ مګر په حق باندې او تاسې ته دغه حکم په تاکید سره ذکر کیږي ترڅوچې تاسې پوه شئ! الانعام: ۱۵۱. اسلام هغه مقدس دین دی چې په دنیا او نړۍ کې د همدې له برکته د ظلم، وحشت، په ناحقه د خلکو مالونو خوړل او دیته ورته نورې هغه ناخوالې چې په ټولنه کې یې دود پیداکړی وو، دا هغې له برکته یې ټغر ټول شو، د بیلګې په ډول د اسلام څخه وړاندې په عربوخصوصا په حجازکې هغه ظلمونه روان وو چې په هغې سره ناحقه قتلونه د نجونو ژوندي خښول اوهغه څه چې د انسانیت د کولو نه وو، دوی به کول، د اوس او خزرج ترمنځ ډیره پخوانۍ دښمني پرته وه چې هغه یوازې د اسلام له کبله د دوی ترمنځ په وروګلوي باندې بدله شوه.
او نن سبا نړۍ د اسلام د بدنامولو لپاره د هرې حربې څخه کاراخلي، په خاصه توګه باندې سوشل میډیا لکه: فسبوک، ټویټر، انستاګرام، یوټیوب هغه څه دي چې کفاراو د هغې متحدین یې د اسلام په خلاف کاروي او حال دا چې اسلام هر وخت ټولنه ته د امن سلامتیا او ښه ژوند کولو تلقین وړاندې کړیدی، اسلام هیچا ته د ظلم او زیاتي اجازه نه ورکوي، همدارنګه ظالم ته یې د مجازات خپل حدود ټاکلي دي او که مظلوم ظلم وکړي هغه هم د ظالم په درجه کې راځي. الله عزوجل په قرآن عظیم الشان کې فرمايي: تاسې دالله جل جلا له په لارکې د هغې چا سره وجنګیږئ چې د تاسو سره جنګ کوي او تاسې تجاوز مه کوئ ځکه الله جل جلا له تجاوزکوونکي نه خوښوي. البقره: ۱۹۰
نو لهذا په اسلام کې ضرر رسول، فساد کول، د خلکو په ناحقه وژنه هغه څه دي چې اسلام یې ډیر په کلکه ردوي، یو معتدل درمیانه او د ټولنې د منلو وړ دین دی.
نو لهذا مونږ چې څومره تاریخي روایاتو او اسلامي تاریخ ته وګورو نوهغه ټول په دې باندې ګواه دي چې اسلام کله هم د تشدد ظلم او زیاتي فلسفه نه ده اختیار کړیې او په دنیا کې چې څومره ښه نظامونه رامنځ ته شویدي هغه د اسلام له برکته رامنځ ته شویدي او څومره ظلم او تشدد چې کوي او د خلکو په ناحقه مالونه لوټي او ابرو اوعزت ته یې لاس اچوي هغه کفار او دهغې متحدین دي، کفري هیوادونه، یهود او نصارا په حقیقت کې ظلم تشدد او جبرته لمن وهي، لنډه بیلګه یې داده چې څواونۍ کیږی چې په فلسطین کې يې هغه کړنې وکړې چې انسانیت ترینه شرمیږي، په زرګونو بې ګناه ماشومان، ښځې او نارینه یې په شهادت ورسول، بشرحقوق یې تر پښو لاندې کړل د بیان ازادي یې له خاورو سره خاورې کړه، ځکه هغه څوک چې د بیان ازادي لپاره یې کارکاوه هغه په ټولنه کې خبریالان وو چې د نړۍ مشهور خبري چینل الجزیره په شمول یې په لسګونو خبریالان په شهادت ورسول او په ملل متحد کې یې د غزا د اور په خلاف چې کوم مسوده وه هغه رده کړه. اوحال داچې د هغوی جګړه په حقه ده چې د خپلې خاورې څخه دفاع کول دي.
نوکه څوک وايي چې د اسلام د تشدد او دهشت ګردۍ جبر او ظلم دین دی، نوهغه په حقائقو باندې د سترګو پټولوڅخه بله معنا نه لري.
دیدگاه تان را بنوسید