د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د ۴۷ میلیونه ۶۹۷ زره او ۷۵۰ افغانیو په لګښت د ۳۰ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې. د دغه ریاست مسوولین وايي، په دغو پروژو کې د ۷۲ کیلومتره سړکونو جوړول او بیارغول، د څه باندې ۲.۲ کیلومتره استنادي دېوالونو او د لارو تخریب د مخنیوي لپاره د شپږو اوبو لارو جوړول شامل دي، چې د نړۍوال بانک لخوا تمویلېږي.
دیدگاه تان را بنوسید