داسلامي نظام ځانګړتیاوي-(۱) برخه

لیکوال: محمود قاضیزاده

په نړۍ کې دوه ډوله نظامونه شتون لـري:
یو وضعي اوبل الهـي او اسـلامي نظام، وضعي نظام دانسان دمحدود فکر، علم، استعداد او درک څخه جوړ نظام دی چې تر ډېــره بریده دمحدود زمان، مکان او دمحدودو اشخاصو اړتیاوې پکې ځای پــرځای سوي وي، د زمان، مکان او حالاتو د بدلون ســره تجدید اوبیاجوړښت ته ضرورت لـــري، له ګڼــو نیمګړتیاوو تــرڅنګ د بشر لخوا په جوړسوي نظام کې یـوازي دنیوي ګټې ارزښت لــري او اخروي ګټو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي، الهـي نظام بیا دمتعال رب ایجاد اوخوښ نظام دی، هغه متعال رب چې زموږ او ستاسي پـر ماضي، حال، استقبال، مخکي او وروسته په ټولو خبر دی، په الهــي نظام کې دانســان روحي، جسمي، دنیوي، اخروي، ظاهري او باطني ټـولې ګټــې خوندي دي، الهــي نظام تلپاتی نظام دی چې دچاله شخصي غوښتنو ســره لار نه وړي، بلکي تل د عدل او انصاف په تله د ټولنې د عامه مصالحو ساتنه کوي، الهي نظام د انساني فطرت سـره اوږه په اوږه روان دی چې د ټولو انسانانو لپاره، په هــره زمانه او دنړۍ په هــره نقطه کې ګټور اومناسب دی، د زمان او مـکان په توپیر ســره هېڅ بدلون ته اړتیانلري، غواړم پدې لیکنه کې د اســلامي نظام څو ځانګړتیاوي راټولې کړم چې داځانګړتیاوې په وضعي نظامونو کې نسته:
الف: الهـــي نظام دی
داسلامي نظام تــر ټولو مهمه ځانګړتیا داده چې سرچینه یې دمتعال رب وحی ده، وحی که لفظي وي او کـه معنوي، لفظي وحی لکه د سپېڅلي قــرآن توري او معنوی وحی بیا دنبي علیه الصلاة والســلام حدیثونه اوخبرې دي، څرنګه چې متعال رب له هرډول نیمګړتیاوو پاک دی نو نظام یـې هم له هر ډول نیمګړتیاوو څخه خالي دی چې د رب العالمین د رضاء ترڅنګ دانسان دتــرقۍ، سعادت او نیکمرغۍ ټـولې لارې له همدي نظام څخه ترلاسه کېږي، برعکس کوم نظامونه چې دانسان د قاصر ذهن زېږنده دي له نیمګړتیاوو، خواهشاتو، لاعلمۍ، ظلم او استبداد څخه خالي ندي، ځکه دا هغه صفات دي چې ډېــر ځله انسان ورسـره لاس اوګریوان دی.
نوربیا…

۱۵ خرداد | 2 دقیقه
کټګورۍها: دیني
دیدگاه تان را بنوسید