د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي د کابل ښار د جوی شیر سیمې له ناشرینو او کتاب پلورونکو سره یې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې ناشرینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او کابل ښاروالي له هڅو څخه يې مننه وکړه چې دوی ته یې د جوی شیر سیمې د دکانونو په بدیل کې د کابل ښار د سینمای پامیر سیمه کې د نوي بازار جوړونې زمینه مساعده کړه.
ناشرینو دغه راز وویل چې دوی د وزارت سره په بشپړه هماهنګي چارې مخته وړي او ناشرینو ته د جوازونو د توزیع په برخه کې یې هم د وزارت اقدامات وستایل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مولوي مهاجر فراهي دوی ته د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هڅې یې روان کړې څو له اداراتو سره په همغږي، په کوردننه د کتابونو د چاپ بهیر پیل شي، تر څو هم خلکو ته کارموندنه برابره شي او هم له داخلي تولیداتو ګټه واخیستل شي.
دیدگاه تان را بنوسید