د بدخشان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون مسئول، جمعه خان فاتح، ویلي دغه ۱۳۰ کروندګر په ارګو، درایم، جرم، یفتل پایین او بهارک ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا، د افغان حکومت د رهبر د فرمان پر بنسټ، د نشه‌یي توکو کرل منع دي او هیڅوک اجازه نه لري چې کوکنار وکري.

جمعه خان فاتح له هغو کروندګرو غوښتنه وکړه چې د مني په موسم کې یې د کوکنارو کرلو هڅه کړې، څو خپلې کروندې له منځه یوسي او پر ځای یې نور کرنیز محصولات وکري.

۱۲ آذر | 1 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید