د تېرو ۳ یرغلګرو امپراطوریو پاتې شونو وسایلو ته ځانګړی موزیم جوړوو

مهاجر فراهي:

تاریخي آثار او فرهنګي میراثونه د هر ملت د هویت، ویاړ او تاریخ ژوندۍ نښې بلل کېږي. دا یوازې تېرو وختونو ته کتل نه دي، بلکې راتلونکو نسلونو ته د پیوستون، ویاړ او پند وسیله هم ده.
په همدې موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي له رسنیو او علمي بنسټونو غواړي چې د تاریخي اثارو په معرفي او ژوندي ساتلو کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي، د موزیمونو د نړیوالې همغږۍ غونډې ته په وینا کې ویلي چې د هر هېواد تاریخي آثار او فرهنګي میراثونه، که ملموس وي یا غیر ملموس، د ملت ګډ افتخار ګڼل کېږي، نه د حکومت ځانګړی ملکیت.
فراهي ټینګار وکړ چې تاریخي آثار د تېر تمدن څرګندوی دي او افغانستان د بې‌سارو تمدنونو لرونکی هېواد دی، چې کیسې یې د نړۍ لپاره بې‌مثاله دي.
هغه زیاته کړه چې رسنۍ او د پوهنتون استادان باید د تاریخي اثارو په معرفي او ځلولو کې فعاله ونډه واخلي، تر څو نړیوال یې لیدلو ته تشویق شي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي امارت د تاریخي اثارو د ساتنې او څېړنې په برخه کې جدي پاملرنه کړې او پلان لري چې د تېرو ۳ یرغلګرو امپراطوریو وسایلو ته ځانګړی موزیم جوړ کړي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته دا پیغام ورکړي چې افغانانو څنګه خپل هېواد یې وساتل.

۲۸ اردیبهشت | 1 دقیقه
کټګورۍها: عمومي
دیدگاه تان را بنوسید