راز ساتل څه اهمیت لري؟   

لیکوال: محمدعلي عظمت

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې مدینې منورې ته هجرت وکړ، له یهودو سره یې هم راشه درشه پيل شول ، هغوی ټګي برګي کې مشهور وو، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ته لیکونه راتلل یا به ده نورو ته لیکل، هغه ته به یهودیانو لیکل او لوستل، چې هغوی د ناوړه فطرت مطابق سم نه ورته لوستل، ادلون بدلون یې په کې کاوه. نو رسول الله صلی الله علیه و سلم د دې ستونزې رفع کولو لپاره حضرت زید بن ثابت رضی الله عنه ته داسې وویل: «قال زید بن ثابت رضی الله عنه أمرني رسول الله صلی الله علیه و سلم أن أتعلم له کتاب یهود (قال) انی والله ما آمن یهود علی کتابي، قال: فما مربي نصف شهر حتی تعلمته له، فلما تعلمته کان اذا کتب الی یهود کتبت الیهم، واذا کتبوا الیه قرأت له کتابهم.»{ترمذی ـ ۲۷۱۵ ، ابو داؤد ـ ۳۶۴۵ او احمد ۵/۱۸۶}

ژباړه: زید بن ثابت رضی الله عنه وايي:【ما ته رسول الله صلی الله علیه و سلم امر وکړ، چې د ده لپاره د یهودیانو لیک او لوست زده کړم. (راوي وايي) هغه راته وویل: 《زه د لیک او لوست په اړه پر هغوی ډاډه نه یم》. (راويي وايي) پر ما نیمه میاشت نه وه تېره شوې چې ما د هغوی لوست او لیک ورته زده کړل، کله چې ما لیک لوست یاد کړ نو (هغه) به چې یهودو ته لیک لیکلو، هغه به ما لیکه او کله به چې دوی هغه ته رالېږه، نو ما به لوست.】کله چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم سیرت مطالعه کوئ، د ژوند د ټولو ستونزو حل به په کې ومومئ، داسې مشکل به نه وي، چې په نبوي سیرت او د راشدو خلیفه ګانو په سیرت کې نه وي، د اسلامي نظام د مامورینو لپاره هر ډول اصول او لارښوونې په کې شته، چې یو له هغو څخه د راز ساتل دي، په کار دی چې کارکوونکي د خپلو ادارو رازونه وساتي.

الله عزوجل هم د راز ساتلو امر کوي: «اې مؤمنانو! له الله جل جلاله او رسول کریم صلی الله علیه و سلم سره بې وفايي مه کوئ او له پوهې سره سره په خپلو امانتونو کې خیانت مه کوئ.»  {انفال/۲۷}

له دې ایت څخه د راز وجوب معلومیږي، باید مسلمان ته ورسپارل شوی راز وساتي. رسول الله صلی الله علیه و سلم وايي: «اذا حدث الرجل بالحدیث ثم التفت، فهی أمانه» ژباړه:( کله چې یو سړی خبره وکړي بیا یې اخوا دېخوا وکتل، نو (دا خبره) امانت ده).

امام حسن بصري رحمه الله وايي: «ان من الخیانة أن تحدث بسرأخیک.»         ژباړه: بېشکه دا له خیانته بلل کیږي چې ته د خپل ورور پټه خبره (راز) بل چا ته ووايې.)

ښه، راز ساتل خو واجب شو، نو راز افشاء کول او څرګندول څنګه دي؟ راز ښکاره کول حرام دي، باید افشاء نه شي، کوم راز دومره لازم دی، د فرد که دولت؟ د دواړو ساتل مهم دي. د فرد راز چې افشاء شي نو یوازې د هغه په زیان او تاوان به وي، ولې که د داسې شخص  راز افشاء شي چې د دولت لوړ پوړی چاروکی وي، نو ټول دولت ته به زیان واوړي.

۱۱ مرداد | 4 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید