غربي کتابونو ته پاملرنه او د ذهنونو ګډوډي

لیکوال: قاصد افغان

په ننني عصر کې، د پلټ فارمونو(ټولنیز پاڼې) او رسنیو په شتون سره، معلوماتو او اطلاعاتو ته لاسرسی خورا اسانه سوی، او دا د اوریدونکو او لیدونکو لپاره ګټور او زیانمن کیدای سي، څوک چې معلوماتي ویډیو، کتاب او نورو موادو په تمه وسي پرته له دي چې د هغو سرچینه، سمتیا، موخې او ګټه ورته ښکاره سي، هغوي ډانلوډوي او لولوي، کیدای سي چې هغه د هغو(کتابونه، ویډیوګانې…)سرچینه یې غربې هېوادونه ته ورسیږي او د ځوانان په دماغ او ذهنونو باندې خورا منفي او بد تاثیر وکړي.

یوازې دا نه ده؛ کیدای سي د همدغو کتابو او ویډیوګانو په کتنه سره د یو ځوان نظر د ډیرو مسائلو په اړوند بدل سي او پر ځای یې د غربې هېوادونو نظریه، کلتور او داسي نور موضوع ګانې پر ده باندې ناوړه اغیزې وکړي خو که پوه وسو چې سرچینه یې اسلامي او د مثبت موخو په اړوند لیکل سوی او خپریږي نو هغه سل په سله مثبت اغیز به ولري.

دا باید ومنو چې اوسنۍ زمانه د ټیکنالوژۍ، ساینس او ​​​​مخابراتو زمانه دی او دا زموږ د ژوند ټول اړخونه محاصره کوي، خو موږ باید پوه او هوښیار اوسو ځکه چې دا (میډیا او ټولنیز پلټ فارمونه) د مینځپانګې او توکو سره چې دوی یې له ځان سره لري، په ویلو او کتلو سره يې کیدای سي زموږ د ځوانانو پر ذهنونو باندې ناوړي او منفي اغیز ولري.

۲۴ آذر | 1 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید