د انسان د کلمې لغوې څېړنه

لیکوال: مولوي رحمت الله خطابي

د انسان د کلمې په هکله د لغت پوهانو دوه ډوله نظریې موجود دې دي لومړی وینا داده چې ددې کلمې اصلي حروف ن،س،ی،دي دا دانسیان څخه اخیستل شوی چې معنی یې هیریدل دي یعنې د انسان معنی د هیریدو خاوند دی.

ابن عباس رضی الله عنه نه هم یو روایت په دې ډول راغلی چې انسان خپله وعده او خبره هیره وي نو همدې خاطر ورته انسان ویل کیږي او په دې اساس د دې کلمې اصل انسیان د افعلان په وزن دی او د نسي ینسي د باب څخه دی لکه څنکه چې د ضحی یضحی څخه اضحیان لاس ته راځي یعنې د سپوږمۍ شپه.

خو د تهذیب اللغة لیکوال الازهری،ابوالهیثم رحمه الله علیه او نورو لغت پوهانو او نحوی پوهانو وینا ده چې دا کلمه د ا،ن،س،څخه ده چې د انس یا اَنس څخه اخیستل شوي، معنی یې مینه، محبت او تړون (ربط او تعلق) دی او ضد یې وحشت (نفرت)دی ددې اصل خو انسیان دی لیکن وزن یې فعلیان دی چې افعلان څخه نه دی همزه د فعل دفاء په ځای راغلی زائده نه ده چې د وزن مثال یې حرصیان دی (د څرمنې پورتنی حیصه)د صحاح اللغات د لیکوال جوهري په نظر ددې وزن فعلان دی ددې وینا دثابتیدو په خاطر ابن منظور افریقي رحمه الله علیه ډیر شواهد وړاندې کړي او همدا خبره صحیح هم معلومیږي.

د پورتنی لغوي او صرفي تحقیق نه دا معلومیږي چې د انسان تسمیه هم اَنس.او محبت دی. چې د وحشت او انفرادیت ضد دی، د انسان فطرت ټولنیز دی، منافرت او تنهائی نه ده او سیاسي ژوند د همدې نظم، اَنس، محبت او یو ځای ژوند تیرولو نوم دی.

په یوبل ایت شریف کې د انساني پر ګڼو په مختلفو ډولو د ویشلو څخه مقصد یو د بل سره پیژندګلوي ښودل شوي ده.

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَ أُنْثَى وَ جَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَ قَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا

اې خلکو موږ تاسې د یوه نر او ښځې څخه پیدا کړي یاست او بیا مو په قومونو او قبیلو وویشلی ترڅو یو د بل سره وپیژنی.

تعارف یو د بل پیژندلو او د بل په خوی پوهیدلو څخه عبارت دی او همدا تعارف د اَنس او محبت او تعاون بنسټ دی نو ددې نه معلومیږي چې انساني خصلت، تنفر نه دی بلکې اُنس او پیژندنه ده او همدې ته مدني او ټولینز ژوند ویل کیږي.

ارسطو ته چې خلک د سیاست پلار وايي چې 322 کاله وړاندې له میلاد څخه مړ شوی او د هغه دا کلمات د یوه مشهور متل په ډول پاتې شوی چې (انسان مدنی الطبح دی)یعنې انسان یو سیاسي او اجتماعي حیوان دی هغه وایي چې که انسان سیاسي او تمدني ژوند ونه لري نو هغه یا د یو تا(الله جل جلاله) دی یا یو څیرونکی حیوان، هغه ته بیا انسان نه ویل کیږي.

ارسطو د کتاب الاخلاق په لسم فصل کې لیکلي: ان الفلسفه التی تتناول الشئون الانسانیه تجد کما لها فی السیاسه(هغه فلسفه چې د انساني چارو سره تړلی وي د هغه کامله درجه تاسې د سیاست په شکل کې موندلای شي)

د افلاطون او ارسطو په څیر ټول یوناني فیلسوفان سیاست یو فطري شی ګڼي.

ابونصر فارابي رحمه الله چې په 329هجري کال مړ شوی چې د اسلامي سیاست یو ځانګړی پوهه ګڼل کیږي هغه په خپل کتاب چې د”السیاسه المدینه” په نوم دی لیکلي د حیواناتو ځینې ډولونه همیشه یودبل نه لیري اوسیږي لکه ډیر بحري حیوانات او ځیني حیوانات یوازې د پیداکیدو په وخت کې جدا وي لیکن پاتې ژوند یې ټول یوځای تیروي لکه میږیان د شهدو مچۍ او هغه مرغان چې د ټولیو په څیر ګرځي.

والانسان من الانواع التی لایمکن ان یتم لها الضروری من امورها و لا تنال ال افضل من احوالها الا ابا جتماع  جماعات (خوانسان د هغې ډلې څخه دی چې ټولنیز ژوند پرته نه خپل اصلي ضرورت پوره کولای شیاو نه د ژوند لوړو مرتبوته رسي.

امام غزالی رحمه الله د نظر دی چې څلور ډوله فنون دانسان فطري ضرورت ګڼلی کیږي چې لاقوام للعالم دونها(دهغه نه پرته د دې دنیا نظام نه جلیږي)زراعت د خوارک لپاره بناء د کور لپاره حیاکت د کالیو لپاره ـ سیاست د نظم او نسق لپاره.

د امام غزالی رحمه الله د نظر مقصد دادی چې لکه څنکه چې د انسان اصلي کور کالي او خوارک دی نو په همدې ترتیب سیاست او حکومت هم د هغې د فطري ضرورتونو له جملې څخه دی چې د هغه سره جوخت پیداکیږي.

د پروفیسور هارون خان شروانی نظر دی چې: په تاریخ کې شاید د داسې انساني ټولنې ذکر نه وي شوی چې هلته سیاسي فکر له اساسه موجوده نه وي.

لنډه دا چې د حکومت او سیاست په هکله د تخلیق نظریه صحیح نظریه ده په ټولو موجوداتو کې یوازې انسان د سیاسي نظم خاوند دی چې دا سیاسي نظم د انسان د پیداکیدو سره سم منځ ته راغلی په پیل کې د نفوسو شمیر کم وه او خلک شریف او نېک وو نو د حکومت شکل هم ساده وه، نه لویې ادارې وي او نه وسیع اداري چوکاټونه، نه د وزیرانو او مشاورینو دومره لوی تعداد وه او نه د وسلې دومره ډیرې ذخیرې وروسته یې پرمختګ وکړ او وسیع سیاسي ادارې او انتظامي چوکاټونه رامنځ ته شول چې په کې کورنۍ، عمراني تړونونو او زور و قوت خپلې خپلې نښې راښودې خو دا به بالکل علطه خبره او د انساني تاریخ سره نابلدتیا وي چې سیاسي فکر انسان ته وروسته ورکړل شوي اوکنه نو ددې خو پیل د وحشي حیواناتو په څیر غیر مترقي ژوند سره وه هیڅکله داسې نه وي بلکې سیاسي فکر د انسان د پیداکیدو سره سم پیدا شوي ځکه چې الله جل جلاله لومړی انسان په ځمکه باندې د خلیفه او حکمران په صفت رالیږلی وه.

۲۷ مرداد | 8 دقیقه
کټګورۍها: بېلابېلې لیکنې
دیدگاه تان را بنوسید