د حمزه رضی الله عنه قاتل

ژباړه: شرر ساپی

د بدر غزا راورسېده، ځينې هاشمیان د مشرکانو په لیکو کې وو، له قریشو سره د رسول الله_ﷺ_جکړې ته په زور اړ ویستل شوي وو، خپل اسلام يې پټ کړی و څو يې راز رسوا نه شي، دوی د رسول الله_ﷺ_د استخباراتو مامورین وو، عباس بن عبدالمطلب یې مشر و، دا د حکمت تقاضا نه وه چې رسول الله_ﷺ_دې راز افشا کړی وای، خپلو ملګرو ته يې وویل:

– زه د هاشمیانو یو شمېر خلک پېژنم، چې جګړې ته په زور اړ ویستل شوي دي، له موږ سره جګړه نه غواړي، که تاسې هر څوک له کوم هاشمي سره مخ شوئ، ويې نه وژنئ، که څوک له ابوالبختري بن هشام سره مخ شو چې مړ یې نه کړي، که څوک له عباس بن عبدالمطلب سره مخ شو چې مړ يې نه کړي، دا هم په زور جګړې ته راویستل شوی دی.

ابو حذیفه وویل:

– موږ به خپل پلرونه، زامن، وروڼه او کورنۍ وژنو او عباس به پرېښودل کیږي! په خدای که ورسره مخ شوم، په توره يې وهم.

رسول الله_ﷺ_ته خبره ورسېده، نو عمر ته يې وویل:

– ای ابوحفصه، ایا د رسول الله_ﷺ_د تره مخ به په توره وهل کیږي؟

دا لومړی ورځ وه چې رسول الله_ﷺ_عمر ته د ابوحفصه کنیه ورکړه.

عمر وویل:

– ای د الله رسوله، ما ورپرېږده چې سر یې له تنې جلا کړم، په خدای سړی منافق شوی دی.

د ابو حذیفه سترګو ته حقیقت برسیرن شو، نو ويل به یې:

– د هغې خبرې له ویلو وروسته د هیڅ امن احساس نه کوم، هغه ورځ مې ویلې وه، تر اوسه یې له عاقبت څخه ډاريږم. یوازې به یې شهادت کفاره وګرځي.

نو د یمامه په ورځ باندې شهید شو.

د بدر غزا خلاصه شوه، خو کینې يې پای ته ونه رسېدې، سعید بن العاص په عمر باندې تېر شو، عمر ورته وویل:

– زه دې وینم چې په زړه کې یو څه لرې: ته ګومان کوې چې ما دې پلار وژلی دی، که ما وژلی وای، نو تاته مې هیڅ عذر نه کاوه، خو تا زما ماما عاص بن هشام المغیره وژلی دی، ستا په پلار باندې زه تېر شوم، د غوايې په څير يې په ښکرو پلټنه کوله، زه ترې تېر شوم، د کاکا زوی یې علي ورباندې برید وکړ او ويې واژه.

عمر د ځينو خلکو سره ناست و، د بدر په اړه يې خبرې کولې، عمر عمیر ته وکتل، د مسجد په دروازه وکښلې توره ولاړ و، ویې ویل:

– دا سپي د خدای دښمن عمیر بن وهب دی، په خدای یوازې د شر لپار راغلی دی، همده د بدر په ورځ زمو شمیر دښمن ته ښولی و.

بیا عمر رسول الله_ﷺ_ته ورغی، ورته يې وویل:

– ای د الله رسوله، دا عمیر بن وهب دی، وکښلې توره راغلی دی.

– علي ننویست.

عمر ورغی او د تورې موټي یې ونیوه، انصارو ته یې وویل:

– رسول الله_ﷺ_ته ورشئ، ورسره کینئ، دې خبیث ته مو پام وي، له شره يې هیڅ امان نشته.

بیا یې رسول الله_ﷺ_ته ورننویست، کله چې رسول الله_ﷺ_ولیده چې عمر يې د تورې موټی نیولی دی، ورته یې وویل:

– عمره ایله یې کړه، عمیره رانیږدې شه.

ورلنډ شو، بیا يې وویل:

– سهار په خیر

– موږ ته الله تعالی له سلام څخه په ښه سلام امر کړی دی، د جنتیانو سلام.

– په خدای محمده دا مې اوس واورېده.

– عمیره په څه پسې راغلی يې؟

– د دغه بندي لپاره راغلی یم چې له تاسې سره دی، ښېګڼه ورسره وکړئ.

زوی یې وهب بن عمیر د بدر له بندیانو څخه و، نبي_ﷺ_وویل:

– نو بیا دې توره په غاړه کې څه کوي؟

– خداې خو دې دا تورې ورکې کړې! او ایا تورو کومه ګټه راورسوله؟

– رښتیا ووایه په څه پسې راغلی یې؟

– یوازې همدې لپاره راغلی وم.

– ته او صفوان په حجر کې کیناستئ، د بدر په کنده کې غورځول شوي مړي مو یاد کړل، بیا دې وویل: که په ما پور نه وای او کوړمه نه وای راپه غاړه، نو محمد مې واژه، صفوان دې پور او کورنۍ په غاړه واخیسته چې ما مړ کړې، خو الله مو ترمنځ شو.

د عمیر رنګ ژیړ شو، بیا یې وویل:

– اشهد انک رسول الله، ای د الله رسوله موږ نه باورله چې په تا دې قران نازل شوی وي، دې مجلس کې یوازې زه او صفوان و.

په خدای چې زموږ په اړه معلومات یوازې الله درکړي دي، نو ستاینه ده هغه الله لره چې ماته يې د اسلام هدایت وکړ.

بیا یې د حق شهادت وکړ، رسول الله_ﷺ_وویل:

– ورور ته مو دین وښایي، قران ورته زده کړئ او بندي يې ازاد کړئ.

عمر، عمیر ته وارخطا ورګوري، هغه سړی چې د اسلام د رڼا په مړه کولو کې يې ډېرې هڅې کړې وې، مسلمانان يې شکنجه کول، اوس يې زړه د الله د دین په رڼا روښانه شو، له رسول الله_ﷺ_نه غواړي چې مکې ته لاړ شي او خلک د الله دین ته راوبلي، د رسول الله_ﷺ_اطاعت ته يې راوبلي، که نه نو هغسې ضرر به ورورسوي لکه څنګه چې يې د رسول الله_ﷺ_ملګرو ته رسولی ږ.

د احد غزا شوه، وحشي د رسول الله_ﷺ_تره حمزه بن عبدالمطلب وواژه، کله چې رسول الله_ﷺ_مکه فتحه کړه، وحشي طائف ته وتښتېده، هلته پاتې شو، کله چې له طائف نه يو پلاوی رسول الله_ﷺ_ته راغی چې مسلمان شي، نو په ده ټولې لارې پرې وتړل شوې، له ځان سره يې ویل:

– یا شام ته لاړ شه او یا بلې کومې سیمې ته لاړ شه.

یو تن ورته وویل:

– خوار شئ! په خدای هغه څوک نه وژل کیږي چې دین ومني او د شهادت کلمه ووايي، کله چې يې ورته دا خبره وکړه، نو مدینې ته راغی، د رسول الله_ﷺ_په سر ودرېده، د شهادت کلمه یې وویله، کله چې يې ولیده ورته يې وویل:

– وحشي يې؟

– بلې یا رسول الله.

– کېنه راته ووایه چې حمزه دې څنګه وواژه.

– زه د جبیر بن مطعم غلام وم، کاکا يې طعیمه بن عدي د بدر په ورځ ووژل شو، کله چې قریش احد ته رون شول، ماته جبیر وویل: که دې د محمد کاکا حمزه زما د کاکا په بدل کې وواژه، نو ته ازاد يې. له خلکو سره راووتلم، زه یو حبشي سړی وم، په نیزې ویشتلو کې ښه مهارت لرم، چې په نښه ګوزار وکړم، نه خطا کیږي، زه ورپسې شوم، د ونې شاته به ودریدم، یا به د ډبرې شاته پټ شوم چې رانیږدې شي، ګورم چې سباع بن عبدالعزی ورسره مخ شو، کله چې پرې د حمزه سترګې ولګېدې، ورته یې وویل:

– د نایڼې زویه رامخکې شه.

یو ګوزار یې وواهه، سر يې ترې جلا کړ، ما خپله نیزه وخوځوله، ګوزار مې پرې وکړ، د خیټې لاندې یې ولګېده، شاته ترې نیزه ووته، په ما یې د برید هوډ وکړ، نو وغورځېده، چې مړ شو، خپله نیزه مې ترې وویستله، بیا عسکر کوټ ته راوګرځېدم، هلته کیناستم، له دې دندې مې پرته بله نه لرله، ما د خپلې ازادۍ په بدل کې وواژه.

– خوار شې! له مخې مې ورک شه، نور درباندې سترګې نه لګوم.

نو د رسول الله_ﷺ_مخې ته به نه راتلو، کله چې مسلمانان د مسیلمه الکذاب جګړې ته ووتل، دا هم ورسره ووت، خپله هم هغه نېزه يې راواخیسته چې حمزه یې پرې شهید کړی و، کله چې جګړه ونخښته، مسیلمه الکذاب يې ولیده چې ولاړ دی، په لاس کې يې توره وه، ده ورته د یو انصاري سره ځان تیار کړ، انصاري پرې له بلې خوا برید ته ځان چمتو کړ، نیزه یې راواخیسته، ګوزار يې پرې وکړ، نیزه پرې ولګېده، انصارې پرې برید وکړ، په توره یې وواهه، خدای پوهیږي چې کوم یو مړ کړ،که ده وژلي وي، خو تر ټولو یې غوره شخص په همدې نیزه وواژه او تر ټولو يې شریر انسان په همدې نېزه وواژه.

وحشي له شرابو منع نه شو، څو ځل پرې حد تطبیق شو، له دیوان څخه هم لرې شو، د نورو مسلمانانو په څېر يې ورته برخه ونه ټاکله، امیرالمومنین عمر بن الخطاب به ویل:

– زه پوهه شوم چې الله تعالی د حمزه قاتل نه پریږدي.

عتبه بن ابي وقاص د احد په غزا کې رسول الله_ﷺ_په مخ مبارک په ډبره وویشت، لاندې رباعي غاښ يې مات شو، شونډې يې زخمې شوې، عبدالله بن شهاب الزهري په تندي ټپي کړ، ابن قمئه هم وویشت، دوه اوسپينزې حلقې يې په اننګو کې ننوتلې، رسول الله_ﷺ_په هغه کنده کې ولوید چې ابوعامر د مسلمانانو لپاره کيندلې وه. ابن قمئه چېغې کړې چې محمد مې وواژه، مسلمانانو له جګړې لاس ونیوه، د انس بن مالک کاکا انس بن النظر عمر بن الخطاب او طلحه بن عبیدالله ته ورغی، دوی له ځينو مهاجرینو او انصارو سره وو، دوی لاسونه په زمکه لګولي و، ویې ویل:

– ولې ناست یاست؟

– رسول الله_ﷺ_ووژل شو.

– نو تاسې په ژوند څه کوئ؟ پاڅېږئ، په هغه څه ځانونه ووژنئ چې رسول الله_ﷺ_پرې مړ شو.

بیا يې پر دښمن د زمري په څېر برید وکړ، په ډېر زغم يې د دښمنانو ګوزارونه زغمل، د دښمنانو له خوا يې اویا ټپونه وخوړل او د شهادت جام يې نوش کړ، یوازې یې خور له ګوتو نه وپېژنده.

لومړی څوک چې رسول الله_ﷺ_یې ولیده، کعب بن مالک و، په لوړ غږ يې وویل:

– مسلمانانو مبارک مو شه، رسول الله_ﷺ_دا دی..

رسول الله_ﷺ_ورته اشاره وکړه چې چوپ شه، کله چې مسلمانانو رسول الله_ﷺ_ولیده، علي بن ابي طالب رسول الله_ﷺ_له لاسه ونیوه، راپورته يې کړ، طلحه بن عبیدالله ورسره مرسته وکړه، مالک بن سنان او ابوسعید الخدري د رسول الله_ﷺ_له مخ نه وینه راکش کړه، رسول الله_ﷺ_درې ته روان شو، له رسول الله_ﷺ_سره ابوبکر الصدیق، عمربن الخطاب، علی بن ابي طالب، طلحه بن عبید الله، زبیربن العوام، حارث بن الصمه او یو شمېر نور مسلمانان وو، ابوعبیده بن الجراح راورسېده، د رسول الله_ﷺ_له مخ مبارک نه یې یوه حلقه په غاښ راوویستله، ثنیه غاښ یې مات شو، بیا یې ترې بله راوویستله، دوهم ثنیه غاښ یې هم مات شو.

کله چې ابوسفیان بن حرب د بېرته تګ اراده وکړه، یوې غونډې ته وخوت او په لوړ غږ يې وویل:

– جګړه سر په سر ده، یوه ورځ زموږ او بله ستاسې، هبل دې لوړ وي.

رسول الله_ﷺ_وویل:

– عمره راپورته شه او ځواب ورکړه: الله اعلی و اجل، الله لوی او لوړ دی، زموږ مړی به جنت کې او ستاسې به په اور کې وي.

کله چې عمر ځواب ورکړ، ابوسفیان وویل:

– عمره رانیږدې شه.

رسول الله_ﷺ_عمر ته وویل:

– ورشه چې څه وايي.

عمر ورغی، ابوسفیان ورته وویل:

– عمره ستا دې په خدای سوګند وي، موږ محمد وژلی دی؟

– الله پرې ګواه نیسم چې نه، هغه ستا خبرې اوس اوري.

– ته ماته د قمئه له زوی نه ريښتونی یې.

د قریشو مشر ابوسفیان پوهه شو چې محمد نه دی مړ، نو بیا یې ولې د برید امر ونه کړ چې مسلمانان او رسول الله_ﷺ_ووژني؟ که مسلمانان ستړي دي، ټپيان دي، نو کافران هم د دوی په څېر ستړي او ټپیان دي، دا تضمین هم نه و که برید وکړي، نو دوی به بریمن شي، اوس خو يې سوبه تر لاسه کړې، څوک څه پوهیږي که دوهم برید د دوی په ماته تمام شی.

مأخذ: محمد رسول الله او ملګري يې

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار

ژباړن: شرر ساپی

۱۹ ټوک حجه الوداع

۲۳ تیر | 16 دقیقه
کټګورۍها: دیني
دیدگاه تان را بنوسید