ویل کېږي دې کنفرانس کې د هند، کاناډا، پاکستان، نایجریا، ټایلنډ، قطر، بنګله دېش، مصر، ترکیې او ایران څېړوونکي برخه لري.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد دې کنفرانس ته په خپله وینا کې ویلي، د افغانستان زراعت په کلاسیکه بڼه دوام لري او دې برخه کې مثبت تغییرات یې مهم بللي دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د کرنېزې ودې لپاره دا ډول کنفرانسونه مهم بللي او د دې پروسې د دوام غوښتنه یې کړې.
دغه کنفرانس به درې ورځې دوام وکړي.
دیدگاه تان را بنوسید